د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امن کمیټیانو غړي حکومتي پاملرنه غواړي


''له تېرو پنځلس کلونو راهیسې د امن په نوم کارکوونکي خلک ډېر په بېدردۍ سره ووژل شول، نه خوحکومت مخکې او نه یې اوس د دې کمیټیانو د غړو لپاره څه ګامونه پورته کړي دي''

په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې له تېرې څه مودې راهیسې د وسله والو لخوا د امن کمیټیانو غړي په نښه کېږي او د کمیټو غړي وايي، چې حکومت یې د امنیت لپاره څه کوټلي ګامونه نه پورته کوي.

د اتوار په ورځ په بنو کی د بکاخېل امن کمیټۍ پخوانی مشر سعد علي خان د مجلس عسکري وسله والې ډلې لخوا په ریموټ کنټرول بمي حمله کی وژل شوی وو، د دې ترڅنګ په باجوړ ایجنسۍ او سوات کې هم په دې تېرو وختونو کې د امن کمیټیانو غړي په نښه کړې شوي دي.

له دې پېښو ورستو د قبایلي سیمو د امن کمیټیانو غړي وايي چې د حکومت په وینا یې د خپلو سیمو د امنیت لپاره وسله راخیستې ده نو ورته پکار ده چې دوی ته تحفظ ورکړي.

د باجوړ ایجنسۍ د ماموندو د امن کمیټۍ مشر ملک دفتر خان ماموند مشال ریډیو ته وویل چې دوی له تېرې یوې اوږدې مودې راهیسې د وسله والو پرضد ولاړ دي او د خپلو سیمو حفاظت کوي خو د حکومت لخوا ورته هېڅ قسمه تحفظ نه ورکول کېږي.

له مشال ریډیو سره په خبرو کی د امنیتي چارو کارپوه شهاب الدین خټک وویل، چې له تېرو پنځلس کلونو راهیسې د امن په نوم کارکوونکي خلک ډېر په بېدردۍ سره ووژل شول، نه خوحکومت مخکې او نه یې اوس د دې کمیټیانو د غړو لپاره څه ګامونه پورته کړي دي.

د شهاب الدین په وینا چې په خیبرپښتونخوا، قبایلي سیمو او ایف آرز کې د وسله والو پرضد امن کمیټیانې جوړې کړل شوې وې او دې کمیټیانو نه یوازې په ښه توګه د خپلو سیمو حفاظت کړی دی بلکې یو شمېر وسله وال یې هم نیولي او وژلي دي نو حکومت دې

دا خلک یوازې نه پرېږدي او له دوی سره دې هر ډوله ممکنه مرستې وکړي.

احمد الله- مشال ریډیو اسلام آباد

XS
SM
MD
LG