د لاسرسي ځای

د کټوۍ کمپ افغان کډوال د څښاک اوبه نه لري


د بلوچستان د لورالايي د کټوۍ کمپ افغان کډوال وايي، د څښاک لپاره پاکې اوبه نه لري. د دې کډوالو په خبره د څښاک اوبه هم په بیه اخلي. دا کډوال په کوټه کې د افغانستان له قونسل ګرۍ او د ملګرو ملتونو له نړیوالو ادارو غوښتنه کوي، چې د نورو ضروري اسانیتاو تر څنګ دې یې د څښاک اوبو ستونزه هم هواره کړل شي. دا افغان کډوال چې له تېرو شاوخوا درې لسیزو راهیسې همدلته اوسي، زیاتوي، که يې په وطن کې خپلې مځکې ورکړل شي، نو خپل وطن ته به ستانه شي. د مشال راډیو خبریال خدای نور ناصر ویډيو پرې جوړه کړې ده.

XS
SM
MD
LG