د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پنجاب د اقتصادي راهدارۍ پروژه کې د پښتنو حق خوري"


ډاکټر سيد عالم مسود
ډاکټر سيد عالم مسود

پښتونخوا اولسي تحريک وايي چې د پاکستان مرکزي حکومت کوشش کوي چې د چين د کاشغر او بلوچستان د ګوادر ترمنځ اقتصادي راهدارۍ پروژې ګټې پنجاب واخلي او پښتانه له خپله حقه محرومه کړي. د دې تحريک مشر ډاکټر سيد عالم مسود وايي چې پنجاب به داسې کولو ته نه پريږدي.

د پښتونخوا اولسي تحریک مشر له مرکزي حکومتغوښتنه کړې ده چې د چین او پاکستان تر مینځ د اقتصادي راهدارۍ په معامله دې د وړو صوبو خبره واوري.

نن د مشال ریډیو په ځانګړې خپرونه، د مشال مرکه کې ډاکټر سید عالم مسود وویل چې د اوبو او بجلۍ د معاملو په شان مرکزي حکومت د اقتصادي پرمختیا په دې لویه منصوبه کې هم خیبر پښتونخوا او بلوچستان له پامه غورځولي دي.

هيڅوک پر موږ په زور دا پروژه نه شي عملي کولی

نوموړي زیاته کړه چې د کاشغر- ګوادر ترمنځ د اقتصادي راهدارۍ پروژه کې د پاکستان مرکزي حکومت وعده کړې وه چې دوه لارې به جوړوي. ډاکټر مسود وويل چې د پاکستان حکمران مسلم لېګ (ن) مرکزي حکومت د پنجاب لاره جوړوي خو په پښتنو او بلوچو سيمو تيريدونکې لارې لپاره يې پيسې هم نه دي بېلې کړي دي.

نوموړي زياته کړه: ((پنجاب د پښتنو حق خوري. سره د دې چې دغه اقتصادي راهدارۍ پروژه کې زموږ پر سيمو تيريدونکې لاره لنډه، ارزانه او ګټوره ده خو بيا هم د نوازشريف نه ده خوښه. د پنجاب لارې لپاره يې بجټ کې پيسې ايښي خو د پښتنو او بلوچو سيمو د اقتصادي پرمختګ لپاره هيڅ نشته))

سيد عالم مسود: چين اقتصادي راهدارۍ منصوبه کې خپل حق غواړو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:13 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پښتونخوا اولسي تحریک مشر وویل چې د منصوبې د پوره کولو لپاره دې مرکزي حکومت د وړو صوبو غوښتنې او تجویزونه واوري. ډاکټر سيد عالم مسود زیاته کړه چې د سیاسي ګوندونو د مشرانو سره تر ملاقاتونو وروستو به د اقتصادي راهدارۍ په معامله د هیواد په بیلا بیلو برخو کې اولسي غونډې کوي او په دغه اړه به اولس رابیداروي.

سره د دې چې دغه اقتصادي راهدارۍ پروژه کې زموږ پر سيمو تيريدونکې لاره لنډه، ارزانه او ګټوره ده خو بيا هم د نوازشريف نه ده خوښه.

د پاکستاني پوځ مشر جنرل راحېل شريف ويلي وو چې په هر حال کې به د چين سره د اقتصادي راهدارۍ پروژه به په هر حال کې عملي کوي او د دې مخالفت کوونکي، د بهرنيوو قوتونو ايجنټان دي. خو ډاکټر سيد عالم مسود وويل چې په زور کلي نه کيږي. ((د بنګله ديش په اړه هم پاکستان همدا ويل چې خلک مو پکار نه دي، خاوره مو پکار ده. خو هم مو هغه خاوره له لاسه ورکړه او هم مو خلک. نو زه وايم چې داسې کارونه د زړونو په ګټلو کيږي. پر خلکو زور اچولو له لارې نه کيږي. د دې لارې عملي کول پر موږ هيڅوک په زور نه شي منلی.))

د يادونې وړ ده چې د پاکستان مرکزي حکومت ويلي وو چې دوی به د ټولو صوبو اندېښنې په نظر کې نيسي خو څو ورځې وړاندې مخکې د خيبر پښتونخوا حکمران ګوند پاکستان تحريک انصاف مشر، عمران خان خبريالانو ته وويل داسې ښکاري چې يوازې پنجاب پاکستان دی. نوموړي زياته کړه: ((د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي راهدارۍ پروژه کې د خيبر پښتونخوا او بلوچستان لار تر ټولو لنډه لاره ده. پکار ده چې په همدې کار وشي او د دې سيمو خلک پرمختګ وکړي.))

XS
SM
MD
LG