د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او چيک ريپبليک تجارتې اړيکې پراخوي


د پاکستان او چيک جمهوريت چارواکي وايي چې د سوداګريزو اړيکو پراخولو لپاره په ځينو لوظنامو کار کوي. د دواړو هيوادونو لوړ پوړي چارواکي وايي چې غواړي انرژۍ او نورو برخو کې همکاري لا نوره پسې زياته کړي.

د چيک ريپبلک د تجارت وزير يان ملاديک وايي چې هيواد يې غواړي پاکستان سره د تجارت او سرمايه کارۍ په برخو کې اړيکې پراخه کړي.

تېره ورځپراګ کې د پاکستان او چيک رپبلک تر مينځه د سفارتي اړيکو د پینځه شپيتمې کليزې د لمانځلو پرمهالمشال ريديو سره په خبرو کې يان ملاديک زياته کړه چې په داسې لوظنامو کار کوي چې د راتلونکي کال په سر کې به لاس ليک شي.

هغه زياته کړه: ((زه په دې راتلونکې کې پاکستان ته د چيک ريببلک د سوداګرانو او سرمايه کارانو د یو وفد سره په دوره روان يم. موږ به پاکستان کې د سرمايه کارۍ لارې چارې لټوو خو زما په اند دا مهال موږ پاکستان کې د اوبو له لارې بجلۍ پيداکولو کې زیاته دلچسپي اخلو.))

د چيک ريپبلک د تجارت وزير وايي پپه نيزدي راتلونکې کې به د پاکستان دوره کوي

د يادونې وړ ده چې چيک ريپبلک پاکستان سره واردمخه د انرژۍ پيدا کولو په ځينو پروژو يا منصوبو کې کوي.

دې هيواد کې د پاکستان سفير تجمل الطاف وايي چي د چيک رپبلک ځينو کمپنيوو لاهور کې د مغل سټېل سره په ګډه د سکرو په زريعه د پنځوسو ميګاواتو بجلۍ جوړولو يوه منصوبه پيل کړي ده.

نوموړي زياته کړه: ((د دواړو هيوادونو ترمينځ تجارت ډير په تيزۍ سره وده کوي. مخکي دا تجارت هر کال سل ميلينه امریکايي ډالره وو خو اوس د ا دوه سوه ملينه ډالرو ته رسيدلی دی. دواړه هيوادونه په بېلابېلو برخو کې د اړيکو په زياتولو بوخت دي.))

د دواړو هيوادونو د سفارتي تعلوقاتو د پینځه شپيتمې کليزي دې غونډې ته د مختلفو ملکونو استازي ورغلي وو. په پراګ کې شوې دې غونډه کې ځيني کلتوري نندارې هم وړاندې شوې او د چيک جينکو د پاکستان په ځينو سندرو نڅاګانې هم وکړي.

XS
SM
MD
LG