د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د خېبر پښتونخوا بلدیاتي حکومت بې واکه دی”


د خېبر پښتونخوا د بلدياتي حکومت غړي وايي د څلورو مياشتو تېريدو باوجود دوی ته واک نه دې سپارل شوی او نه هم فنډونه ورکړل شوي دي.

په خېبر پښتونخوا کې د روان کال په ۳۰ جولای کې په ترسره شوو بلدياتي انتخاباتو کې کاميابه شوو ځنو ناظمانو، مرستيال ناظمانو او کونسلرانود جمعې پر ورځ مشال راډيوته وویل چې تر اوسه دوی ته خپل کار او محکمې نه دي په ګوته شوي.

بلخوا د خېبر پښتونخوا د خزانې وزير هم د جمعې پر ورځ مشال ته وويل چې په انتخاباتو کې د ګډوډۍ له کبله بلدياتي حکومت ته په فنډونو ورکولو کې ځنډ راغلې خو د ده په خبره دغه مسله به ډېره ژر حل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG