د لاسرسي ځای

بدخشان نښته: د طالبانو نومولی والي او ګڼ نور وژل شوي


د افغانستان د بدخشان ولايت لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوى والي له خپلو ٤٠ ملګرو سره په هوايي بريد کې وژل شوى دى.

د کورنيو چارو د وزارت وياند صدیق صدیقي وايي دغه کسان د جمعې په ماښام د بدخشان د بهارک ولسوالۍ په مربوطاتو کې وژل شوي دي.

صديق صديقي د جمعې پر ورځ مشال راډيو ته وويل، د طالبانو نومول شوى والي قاري فصيح الدين نومېده چې په بدخشان کې يې په زياتو جرمونو کې لاس درلود.

د وسله والو طالبانو له خوا په دې اړه څه نه دي ویل شوي.

XS
SM
MD
LG