د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان رزمک کېډت کالج بیرته پرانستل شو


د شمالي وزیرستان رزمک کېډت کالج بیرته پرانستل شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:01 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د شمالي وزيرستان رزمک کېډټ کالج چې په سيمه کې د ناامنيو له وجې بند شوی وو شپږ کاله وروسته بيا پرانستل شو. چارواکو مشال راډيو ته ويلي دي چې په سختو امنیتي تدابېرو کې په ۲۴ ګاړو مشتمله د زده کوونکو قافله بېګا ماښام ناوخته رزمک ته رسېدلې ده. د رزمک اوسيدونکی ملک جليل خان مشال راديو ته وويل چې د ياد کېډټ کالج پر خلاصېدو د سيمې خلک ډېر خوشاله دي او زده کوونکو يې تود هرکلی کړی. د رزمک اوسيدونکو له حکومته غوښتي چې په رزمک کېډټ کالج کې د دوی کوټه ور زياته کړل شي. دغه کالج په دوه زره نهم کال کې د ناامنيو له وجې لومړی پېښور ته او وروسته بيا نوښار ته منتقل کړل شوی وو.

XS
SM
MD
LG