د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ ښار يو وارې بيا ګرمۍ نیولې


د اکتوبر مياشتې له شروع کېدو سره سم يو وارې بيا په کراچۍ ښار کې ګرمي زياته شوې او د موسمياتو محکمه وابي چې د ښار ګرمۍ لوړه درجه به د مياشتې تر نيمايي څلوېښت يا تر څلوېښتو زياته وي.

د موسمونو بدلون په اړه معلومات راغونډولو کراچۍ څانګې مشر نعيم شاه مشال رېډيو ته وويل چې د جون له مياشتې وروستو د ګرمۍ يوه لړۍ په اکتوبر کې هم راځي، چېګرمي پکې تر څلوېښت سنټي ګرېډه زياتېدلای شي.

نعيم شاه وايي، چې د کراچۍ اوسېدونکي د ګرمۍ نه ځان بچ نه ساتي هم دغه وجه ده چې خلک د تودوښه یې ووهي، ځکه چې دلته له ګرمۍ د خلکو د بچ کېدو عادت نشته او دوی نه سر پټوي او نه نور احتياطي تدبيرونه خپلوي۔ د ګرمۍ دا لړۍ به د اکتوبر تر شلمې نېټې روانه وي او دې دوران د تودوښې لوړه درجه تر څلوېښت ډګري سینټي ګرېډه رسېدلی شي.

د کراچۍ اوسېدونکي وایي چې په ښار يو وارې بيا د ګرمۍ لړۍ خوره شوې او د موسم د اثر نه بچ کېدو لپاره يو شمېر احتياطي ګامونه پورته کوي خو د غريبو او مزدورکاره خلکو لپاره له خپلو کورونو وتل مجبوري ده.

د ښار يو اوسېدونکي عرفان الله مشال رېډيو ته وويل چې د زياتې ګرمۍ له کبله دوی له خپلوکورونو نه بهر نه شي راوتلی ځکه چې بهر ته وتل او مزدوري کول یې ضرورت دی.

يو بل تن دولت خان مشال رېډيو سره د خبرو په وخت وويل چې څو ورځې موسم ښه وو خو اوس بيا موسم ګرم شوی دی چې له کبله یې په لمر ګرځېدل ګران دي۔ دولت خان وايي چې د ګرمۍ له کبله تنده زياته وي او مزدوران د ګرمۍ له کبله ناروغه کېدلی هم شي ځکه چې په لمر مزدوري کوي۔

د يادونې وړ ده چې د تېزې ګرمۍ له کبله په کراچۍ کې د روان کال دوران د ديارلس سوه زيات کسان مړه شوي ول او تر يو لاک پورې وګړي متاثره شوي ول

محمدعمران کراچۍ

XS
SM
MD
LG