د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا له چترالیو سیلاب ځپلو سره د مرستو اعلان وکړ


امريکا د جولای په مياشت کې سيلاب ځپلې شوې چترال سیمې لپاره تر درو لاکه ډالرو زيات مرستو اعلان وکړ.

امريکا د جولای په مياشت کې سيلاب ځپلې شوې چترال سیمې لپاره تر درو لاکه ډالرو زيات مرستو اعلان وکړ.

د امريکا سفارتخانې لخوا په سلام اباد کې جاري شوې خبرپاڼې ترمخه د نړيوالې ترقۍ ادارې (يو اېس اېډ) په ذريعه به د تېرې جولای مياشت کې د چترال سيلاب ځپللو سيمو کې د څښلو اوبو نظام جوړولو او هلته د کرکيلې د بحالۍ لپاره اقدامات کولې شي.

خبرپاڼه زياتوې چې دې مقصد لپاره درې لکه شپږويشت زره ډالره ورکول شوې ده چې دا راز د متاثره شوې خلکو ژوند د معمول اړخته راوستې شي.

د دغه مقصد لپاره روانه مياشت په چترال کې د اوبو پایپ لنللیکو باندې کار پیل شوی دی،چې ورسره به د سيمې يوولس زره خلکو ته د څکلو پاکې اوبه په لاس ورشي، دا راز به د کرونده ګرو لپاره د غنمو تخم هم اخستې شي.

د دې ترڅنګ به نړيواله ترقياتي اداره يو اېس اېډ د سلو وړو کاروبارونو دوباره بحالولو کې هم مرسته کوي.

خبرپاڼه زياتوي چې په تېرو شپږو کالو کې امريکا له پاکستان سره په انساني بنيادونو د يو ارب ډالروزياتې مرستې کړي دي.

XS
SM
MD
LG