د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست ښاروالۍ عواید ۵۱ سلنه لوړ شوي دي


د خوست ښاروالۍ چارواکي وايي، چې په تېر یو کال کې د ښاروالۍ عواید د نورو کلونو په پرتله نږدې ۵۱ سلنه لوړ شوي دي.

د خوست ښاروالۍ چارواکي وايي، چې په تېر یو کال کې د ښاروالۍ عواید د نورو کلونو په پرتله نږدې ۵۱ سلنه لوړ شوي دي.

چارواکي د عوایدو د لوړیدو لامل په ښاروالۍ کې تر یوه بریده د فساد مخنیوی، ښاروالۍ ته د عوایدو په سپارلو کې د ښاریانو د همکارۍ ډېریدل او د ځنو نویو عایداتي سرچینو موندل بولي.

بلخوا خوست ښاریان وايي، که چیرې د ښاروالۍ په عوایدو عملاً یو شمېر پرمخیتايي پروژې او د ښار د سړکونو اساسي ترمیم پیل شي، نو ښاروالۍ سره به د دوکاندارانو، سوداګرو او د ښار د شپږګونو ناحیو د اوسیدونکو همکاري له دې زیاته شي او د عوایدو کچه به لا هم پورته ولاړه شي.

دوی یادې څرګندونې نن د پنجشنبې پر ورځ د خوست ښاروال کرامت خان خپلواک او خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت د غوره خدمتونو په ستاینغونډه کې مشال راډیو ته وکړې.

د خوست یو تن دیني عالم او د ښار اوسیدونکی مولوي محمدداود وقفي د ښاروالۍ د عوایدو ډيریدل د خلکو او ځايي ادارې له پاره یو ښه زیری وباله او زیاته يې کړه، چې اوسمهال پرمختیايي پروژې کمې شوي او که چیرې د ښاروالۍ له عوایدو په ښار کې ځنې پروژې پیل شي، نو خلکو سره به د راتلونکې په اړه امیدوارۍ ډېرې شي.

د خوست ښار د سوداګرو او دوکاندارانو د صنفي اتحاديې استازي محمدظریف جانباز وویل، چې ښاریانو او دوکاندارانو په خپله ښاروالۍ سره د عوایدو په تسلیمۍ کې مرسته کړې ده.

هغه له مرکزي حکومته هم وغوښتل، چې د ښاروالۍ د پروژو له پاره وړاندې شوی فنډ ژر تصویب کړي تر څو خلک عملاً په خپل ښار کې د پرمختیا او پراختیا کارونه وویني:

((هر څوک په خپله خوښه حاضر شوي دي، چې دولت ته خپل عواید تسلیم کړي تر څو ښاروالي په ښه ډول خپل ښاري خدمتونه عرضه کړي، خو متاسفانه مرکزي حکومت د پروژو په پاس کولو کې میاشتې میاشتې وخت نیسي، نو له دوی مو غوښتنه داده، چې دا پروژې ژر پاس کړي، تر څو ښاري خدمتونه په ښه توګه عرضه شي.))

د معیوبینو د شورا مشر سخي محمود مهربان وايي، چې ښاروالي باید په ښار کې د نورو خدمتونو د عرضه کولو تر څنګ معیوبینو ته هم چې د ټولنې بې وزله قشر حسابیږي، د ځنو کاري فرصتونو د برابرولو په برخه کې مرسته وکړي.

د ښاروالۍ سرچینې وايي، چې تېر کال د عوایدو اندازه څه د پاسه۵۰ میلیونه افغانۍ وه، چې اوس دا عواید تر سلو میلیونو افغانیو ډېر شوي دي.

خوست ښاروال کرامت خان خپلواک وايي، چې د ښار د سړکونو د اساسي ترمیم او یو شمېر لښتیو او پلچکونو د جوړولو پروژې به ژر پیل شي، خو هغه د ښاروالۍ د چټکو کارونو پر وړاندې په خپله پیچلی او اوږد اداري پروسیجر هغه لامل په ګوته کوي، چې د دوی د پروژو د پیل او تطبیق پر وړاندې يې ستونزې جوړې کړې دي:

((زموږ د کار یو کال پوره کیږي، په دې موده کې مو ۵۰،۵۶ سلنه عواید لوړ تللي دي، یوه وجه يې داده چې دلته اداري فساد له منځه تللی دی، بله وجه يې داده چې زموږ سره د خلکو همکاري زیاته شوې

ده، د ښار ټول سړکونه به پخیږي، لښتي او پلچکونه به جوړیږي، په دې کار کې د ځنډ لامل داوو، چې زموږ بودجه پر وخت نه وه رسیدلې.))

د خوست ښاروالۍ چارواکي په دې وروستیو کې د راتلونکي شل کلن ښاري ماسټر پلان د جوړولو د کار پیلیدنه د خپلو مهمو لاسته راوړنو څخه بولي.

ماسټر پلان د ښار اساسي پلان دی، چې له مخې يې ښاري حدود تعینیږي، په دې حدودو کې له سړکونو، پیاده رونو او لښتیو نیولې بیا د کانالیزاسیون او د اوبو تر سیستم پورې مسائیل همدارنګه د ښار استوګنیزې او سوداګریزې سیمې او د راتلونکې پراخیتا نور ټول کوایف په کې ځای شوي وي.

XS
SM
MD
LG