د لاسرسي ځای

تازه خبر

“په کندوز کې افغان سرتېري د وسله والو پر ضد جنګېږي”


افغان ولسمشر اشرف غني وايي، یوازې به د هېواد ملي امنیتي ځواکونه په کندوز کې د وسله والو پر ضد جنګېږي.

افغان ولسمشر اشرف غني وايي، یوازې به د هېواد ملي امنیتي ځواکونه په کندوز کې د وسله والو پر ضد جنګېږي.

نوموړي تېر ماښام د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، د هغو قوماندانانو احساسات ستايي چې وايي، په کندوز ښار کې یې د وسله والو پر ضد جګړې لپاره سلګونه جنګیالي تیار کړي دي.

((موږ د وطنپرستۍ دا احساسات ستایو خو هیله مو دا ده چې ټول [چمتو شوي جنګیالي] دې ملي پوځ او پولیسو ته ورشي. کندوز ته به هېڅ غیر مسوول وسله وال کس ته د ننوتو اجازه نه ورکوو.))

غني دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې له څو ورځو راهیسې د کندوز په ښار کې د وسله والو او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ نښتې روانې دي او یو شمېر جهادي قوماندانانو ویلي چې له وسله والو سره جنګېدو ته تیار دي.

افغان چارواکي وايي، له وسله والو یې د ښار د نیول شویو ودانیو واک بیرته تر لاسه کړی دی.

XS
SM
MD
LG