د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د قبایلي سیمو کډوالو د ستنولو لړۍ پېل شوې”


د خېبر پښتونخوا ګورنر مهتاب خان عباسي ویلي، د پينځو قبایلي سیمو بېکوره کړل شویو خلکو خپلو کلیو ته د ستنولو لړۍ پیل شوې ده.

د ګورنر له دفتره په بېګاني خپور شوي بیان کې راغلي، تېره ورځ د هنګو له توغ سرای کیمپه د اورکزیو کډوالو ستنولو لړۍ پیل شوه.

بیان وايي، په لومړي پړاو کې به ۷۰۰ کورنۍ اورکزیو ته ستنېږي او دا چې د خیبر، شمالي وزیرستان، جنوبي وزیرستان او کورمې کډوالو خپلو کلیو ته د ستنېدو لړۍ هم روانه ده.

بیان د ګورنر عباسي له خولې زیاتوي چې د راتلونکي کال تر پایه به د پینځو واړو قبایلي سیمو ټول بېکوره کړل شوي خلک خپلو کلیو کورونو ته ولېږدول شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG