یوه پولیس افسر د نوم نه ښودو په شرط مشال راډيو ته وویل، تېر ماښام وسله والو د بریکوټ په بازار کې د دندې پر مهال د ځانګړو پولیسو سرتېری بشیر وواژه.
د ده په وینا، تر پېښې وروسته پولیسو سیمه په ولکه کې واخیسته او د وسله والو لټون یې پیل کړ. د برید ذمه واري چا نه ده منلې.