د لاسرسي ځای

د پولیسو په خبره تراوسه ددوي تښتوولو علت څرګند نه دی او نه يې هم د تښتوولو مسوولیت یو وسله والې ډلې منلی دی.

د بلوچستان له مستونګه د زیارت ورځ درې کسان تنه تښتول شوي دي، چې تر اوسه هېچا هم ذمه واري نه ده منلې.

د مستونګ سیمې د پولیسو تاڼې يوه چارواکي چې نه يې غوښتل ږغ يې خپور شي، مشال راډيو ته وویل، د مستونګ بازار له سټيډيم سړکه په سپينه ورځ له يوه دوکانه درې تنه وسله والو وتښتول.

د دې چارواکي په خبره وسله وال په يوه ويګو ډوله موټر کې یو دوکان ته ورغلي، او د وسلې په زور يې درې کسان تښتولي دي.

د پولیسو په خبره تراوسه ددوي تښتوولو علت څرګند نه دی او نه يې هم د تښتوولو مسوولیت یو وسله والې ډلې منلی دی.

مستونګ چې له کوټې جنوب لويدیځ لور ته د شاوخوا ۴۵ کیلوميتره په واټن پروت ښار دی، پکې له مودې راهیسې د ناامنۍ د نورو پېښو تر څنګ هدفي وژنې او سړي تښتونې پېښې دوام لري.

بلې خوا ته بیا د زیارت په ماځيګر د بلوچستان اسمبلۍ په غونډه کې د اپوزیسيون غړيو د سړي تښتونو د پېښو پر ضد احتجاج کړی او غوښتنه يې کړې، چې له سیف الله کلا څخه تښتول شوي د بلوچستان پرمختیايي ادارې « بي ډي اې» پنځه کارکوونکي او يوه ټېکه دار دې ژر تر ژره د تښتوونکو له منګولو څخه خلاص کړل شي. تردې احتجاج وروسته د صوبې کورنيو چار وزیر سرفرازبګټي باور ورکړ، چې حکومت به یې د تښتول شويو کسانو د بېرته خلاصون لپاره جدي هلې ځلې کوي.

دا کسان چې شاوخوا درې اونۍ وړاندې نامالومه وسله والو تښتولي ول، تراوسه يې نه هم د تښتولو مسووليت هېڅ یوې وسله والې ډلې نه دی منلی او نه هم تښتونکو د برمته وو له کورنيو سره تماس نیولی دی.

سیف الله کلا او شاوخوا سیمې چې په دې نيژدې وخت پکې پاکستاني طالبان فعاله شوي، په تېر وخت کې د دغه ډول تښتونو مسووليت همدوی منلی، چې وروسته يې د تښتونکو له کورنيو د پېسو تاوان غوښتنه کړې، چې ډېری يې بېرته خوشي کړي او ځيني کسان يې وژلي هم دي.

XS
SM
MD
LG