د لاسرسي ځای

جمال الدین د شمالي وزیرستان د انځوري د علي خیلو ملک دی. دی هم څه موده مخکې د سیمې د نورو کسانو په څیر د جنګ له کبله اړ شو چې خپل کور کلی پریږدي او د سر د بچ کولو لپاره خوندي ځایونو ته ځان او کورنۍ وباسي. دی وايي کله یې چې کلي پرېښود ګډې ، بیزې او غواګانې ترې هملته پاتې شوې ځکه چې نه یې د ویستو اجازه وه او نه هم کومه لاره. دی وايي :

« مونږ فکر کولو چې په څو ورځو کې به جګړه ختمه شي او مونږ به بیرته ستانه شو ، نو مالونه مو په کور کې پرېښودل ، یوه اندازه خوراک او اوبه مو ورته پرېښودې او تمبې مو ورپسې پورې کړې. »

یو بل ځايي تن منورشا وايي یوه اندازه مالونه چې خلکو خوشي کړي وو ، ځنګلونو ته لاړل او زرګونه نور تر اوسه ورک دي او معلومه نه ده چې څه شول او چا وخوړل ؟ نوموړی وايي هیڅ هیله من نه دی چې ورک شوي مالونه به بیا خلکو ته په لاس ورشي.

حاجي اورنګزیب چې په دې وروستیو کې دته خیلو سیمې ته تللی و ، د خپلو سترګو لیدلی حال یې داسې مشال راډیو ته بیان کړ:

« په شاړو کوڅو او لارو کې غواګانې ، بیزې او نور څاروي همداسې ګرځیدل او همدارنګه د لارو په سر د ځینو څارویو مړه جسدونه مې هم پراته ولیدل. »

نوموړی وايي ځینو خلکو ورته کیسې کړي چې په شمالي وزیرستان کې پاتې شوي څاروي نورو خلکو خوړلي، دی وايي ځیني څاروي بې خاونده ګرځي او ځنګلي شوي دي.

یو ځايي خبریال صفدر داوړ بیا وايي امنیتي ځواکونو په « بویه » ، « محمدخیل » ، « میرانشا » او ځینو نورو سیمو کې د څارو د ساتلو لپاره ځایونه جوړ کړي دي. هغوی ورته خوراک برابروي.

د شمالي وزیرستان مرستیال پولیټیکل ایجنټ د دې پوښتنې په ځواب کې چې د کډه شویو خلکو د څارو د ساتلو لپاره دوی څه اقدامات کړي ؟ داسې وویل :

« مونږ ته چا داسې شکایت نه دی کړی چې ګیني له دوی نه څاروي پاتې شوي ، ورک دي او یا یې هم بیرته غواړي. ټیک ده خلک کډه کیدل ، ډیرو خپل څاروي هم له ځانه سره وړي دي، کیدای شي یو نیم به ترې په لاره کې هم مړه شوي وي. »

نوموړی وايي د خلکو د کورونو او کاروبارونو د خرابیدو سروی یې پيل کړې خو د ورکو مالونو په اړه یې تراوڅه کوم ګام اوچت کړی نه دی.

په شمالي وزیرستان کې خلک وايي د دوی ژوند په ګډو، بیزو ، غواګانو او نورو څارویو سنبال و او دا یې د اقتصاد مهمه ذریعه وه چې جنګونو ترې وتروړله.

XS
SM
MD
LG