د پاکستان وزیراعظم نواز شریف وايي ، هیواد یې په سیمه کې د امن لپاره مرستې او همکارۍ ته چمتو دی.
نوار شریف بېګا د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ اویایمې غونډې ته په وینا کې د ترهګرۍ پر ضد او د امن لپاره د خپل هیواد دریځ او هلې ځلې په ډاګه کړې.
وزیراعظم نواز شریف په ځانګړې توګه له هند او افغانستان سره د پاکستان پر ښو اړیکو او د امن لپاره د دې هیوادونو پر همکاري ټینګار وکړ.
نوموړي له هند سره د امن او ښو اړیکو لپاره څلور نقاطي اجنډا وړاندې کړېده.
ده وویل:
« موږ وړاندیز کوو چې هند او پاکستان دې په کشمیر کې پر پوله د تلپاتې ډز بندۍ لپاره د دوه زره درېیم کال هوکړه عملي کړي. موږ وړاندیز کوو چې هند او پاکستان باید هوډ وکړي چې په هیڅ حالت کې به له زوره کار نه اخلي. له کشمیره د پوځ د ویستلو لپاره دې خامخا ګامونه پورته شي او باید د همغږۍ پر اساس له سیاچینه پوځونه وویستل شي. »
پاکستاني وزیراعظم نواز شریف له افغانستان سره د اړیکو په اړه وویل ، د نوي افغان حکومت له راتګ سره یې له کابل سره اړیکې ښې شوي دي.
نواز شریف وویل ، دوی په افغانستان کې امن غواړي او د هم دې لپاره یې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو په زمینه برابرولو کې رول لوبولی و.
خو افغان چارواکي وايي ، پاکستان د دوی په هیواد کې د وسله والو ملاتړ او مرسته کوي کوم چې پاکستان یوازې یو تور بولي.