د لاسرسي ځای

تازه خبر

''کندز کې طالبانو ولس له لوی خطر سره مخامخ کړی''


له کندز ولس په وتو دی
له کندز ولس په وتو دی

د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې په ولسي کورنو کې د طالبانو پټېدو ولس له سخت خطر سره مخامخ کړی دی.

له وسله والو طالبانو د کندوز بیرته نیولو لپاره افغان حکومتي یرغلیز ځواک په ظاهره تر ډېره نه خوځېږي ځکه چې د نورو سرتېرو ملتیا په انتظار دي.

رپوټونه وايي، نژدې ۵،۰۰۰ زره افغان سربازان چې له یاغیانو سرهجګړې ستړي کړي دي، د ښار په څندو کې د هوايي ډګر لوري ته خوځېدلي دي.

بلخوا، له ګانډي بغلان ولایته د کندز جنوب ته د اضافي سرتېرو ورتګ، چې ښار ته ورسېږي، په لار کې د یاغیانو د بریدونو له کبله ځنډېدلی دی.

د امریکا پوځي ویاند ډګرمن براین ټریبوس ویلي بېګا یې پر یاغیانو تازه بریدونه کړي، دی وايي، د امریکا او ناټو اېتلافي سلاکاران د کندز سیمه کې افغان امنیتي ځواکونو ته مشورې ورکوي.

بلخوا د افغان پارلمان غړیو پر ولسمشر اشرف غني غږ کړی چې د کندز نیول کېدو له کبله دې استعفا ورکړي.

په ۲۰۰۱م کال د امریکا په مشرۍ د طالب رژیم له نسکورېدو پس دا لومړی ولایتي مرکز دی چې د یاغیانو لاس ته لوېږي.

د غني مرستیال ویاند، ظفر سید هاشمي، وايي، ولسمشر د کندز په دومره زغرده د سیپټېمبر پر ۲۹ مه د نیول کېدو په باب د پلټنو امر کړی دی.

د افغانستان استخباراتو ادارې ویلي چې د سیپټېمبر پر ۲۹مه د هوايي ډګر په څندو کې په ترسره شوي هوايي برید کې د کندز لپاره د طالبانو نومولی ګورنر مولوي سلام او ۱۵ نور یاغیان وژل شوي دي. خپلواکو سرچینو دغه راپور نه دی تایید کړی او طالبان یې هم وژنه نه مني.

له ښاره وتونکي اوسېدونکي وايي، ډېری ولسي وګړو د افغان ځواکونو او طالبانو د بیا نښتې له ویرې خپلځانونه په کورونو کې بند کړي دي. او بلخوا طالبان کور په کور د حکومت پلو پلټنه کوي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې په ولسي کورنو کې د طالبانو پټېدو ولس له سخت خطر سره مخامخ کړی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتو یو لوړپوړي چارواکي په کندز کې پر وضعیت سخته اندېښنه ښودلې ده.

نکولس هېسم د ملګرو ملتونو سرمنشي ځانګړي استازي، ویلي دي د روغتیاپالو کارکوونکو په ګډون، بې قضاوته وژنو، روغتیايي درملنه نه پرېښودل، او له ښاره بهر وتلو باندې بندیز په ځانګړې توګه د اندېښنې وړ دي.

د افغانستان روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مابا پر خپل ټویټر کښلي چې په کندز کې له نښتو ۳۰ تنه وژل شوي او ۲۰۰ نور ژوبل دي. دی وايي، په هغوی کې ۹۰ په سلو کې یې ولسي وګړي دي.

ځایناستي دفاع وزیر معصوم ستانکزي ویلي د سیپټېمبر پر ۲۹مه نېټه د کندز نیولو لپاره د طالب یاغیانو له نورو جګړه مارو ډلو سره ټلواله جوړه کړې وه.

د ده په خبره په دوی کې د پاکستان له قبایلي سیمې په پوځي عملیاتو کې پورېوهل شوي اورپکي، او ورسره ورسره د چین منځنۍ اسیا جګړه ماران شامله دي.

کندز او ګاونډي ولایتونه یې د افغان حکومت او طالب یاغیانو دواړو لپاره په ستراتیژيکي او اقتصادي توګه ارزښت لري.

دغه سیمه د هېواد لپاره د ډوډۍ لوی شکور بلل کېږي او په معدني سرچینو هم ډېره غني دي. بل ارزښت یې دا دی چې دغه سیمه پر یو لوی ستراتیژیک ګودر پرته ده چې افغانستان له پاکستان، چین او منځنۍ اسیا سره تړي.

دغه راپور د رویټرز، اې پي او اې اېف پي د مالوماتو پر اساس جوړ شوی.

XS
SM
MD
LG