د لاسرسي ځای

تازه خبر

''د کاغذ پرمخ سکولونو استادان تنخاوې هم اخلي''


د پښتونخوا په ګڼو سیمو کې داسې سکولونه شته چې د تش په کاغذونو کې دي او ډېر نور یې بیا ویجاړ پراته دي.

په پاکستان کې د تعلیمي پرمختګ لپاره کارکونکې یوېغیر سرکاري اداره الف اعلان په خپل یو رپوټ کې ویلي چې د خېبر پښتونخوا په لرې پرته سیمه کوهستان داسې تش په نامه سکولونه شته، چې استادان یې تنخواوې اخلې، خو زده کونکې او ودانۍ نه لري.

په دغه رپوټ کې الف اعلان وایي دوی د کوهستان په پالاس او نورو سیمو کې داسې سکولونو ته تللي دي چې په ودانیو کې څاروي ساتل کېږي، او یا بیا ځینې داسې سکولونه شته چې استادان نه لري، او د وخت له تېرېدو سره اوس ویجاړ پراته دي. په دغو سکولونو کې لوی شمېر د جینکو دی.

له کوهستانه د مسلم لیګ ن ګوند د خېبر پښتونخوا د اسمبلۍ یو غړی عبدالستار وایي د کوهستان په غرییزو سیمو کې داسې سکولونه شته چې ویجاړ دي، خو بیا په مرکز داسو او نورو سیمو کې د تېر په نسبت اوس سکولونه زیات ښه شوي دي.

عبدالستار وایي (داسې سکولونه شته چې ویجاړ وو، په نوره صوبه کې هم ول، او کوهستان کې هم ، خو موږ له تېرو پنځو کالو دا کوشش کوو، چې دغه سکولونه فعاله کړو، خو اوس هم په ډیرو هایي او مډل سکولونو کې د عملې کمی دی، ځکه چې ځایي اوستاذان نه لرو، او یا ډیر کم دي، له بهره خلک نه راځي، لږه پرېشاني شته، تش په نوم سکولونه زما په فکر یو څه شمېر کې خو به په غرییزو سیمو کې وي، اصل خبره دا هم ده چې د کاغذ پر مخ د سکولونو تعریف خلک سم نه کوي، په کوم سکول کې چې اوستادان نشته هغه غیر فعاله دي، تش په نوم سکولونه ندي،تش په نوم سکولونه هغه دي، چې ودانۍ نه لري اوستادان په هوا کې تنخواوې اخلې، نو زما په فکر تر څه حده په غرییزو سیمو کې دا مسله شته. ))

الف اعلان په خپل رپوټ کې وایي د کوهستان په پالاس تحصیل کې داسې سکولونه شته چې غیر فعاله دي، او له سره استادان نه لري.

بلخوا د خېبر پښتونخوا د تعلیم وزیر عاطف خان وایي دوی په لرې پرتو سیمو لکه تور غر او کوهستان کې د تعلیمې پرمختګ لپارهماشومانو جینکو ته د میاشتې وظیفې او ښځو اوستاذانو ته په تنخواو کې اضافي پیسې ورکوي.

الف اعلان په خپل رپوټ کې دا هموایي باید صوبایي او مرکزي حکومتونه په کوهستان او نورو لرې پرتو سیمو کې د تعلیمې پرمختګ لپاره لا زیات کار وکړي، ویجاړ سکولونه اباد کړي، او د جینکو تعلیم ته خاص پام وکړي.

XS
SM
MD
LG