د لاسرسي ځای

تازه خبر

"اېف سي ار د نړۍ د مهذب فرهنګ ضد دی"


د سېپټېمبر پر ۲۰مه نېټه د قبایلي سیمې خیبر پولیټیکل انتظامیې او امنیتي چارواکو په جمرود کې د یوې جرګې پر مهال ولس ته وویل چې په خپلو سیمو کې دې امنیت ټینګ کړي او په دې لړ کې دې له انتظامیې سره مرسته وکړي.

د سېپټېمبر پر ۲۰مه نېټه د قبایلي سیمې خیبر پولیټیکل انتظامیې او امنیتي چارواکو په جمرود کې د یوې جرګې پر مهال ولس ته وویل چې په خپلو سیمو کې دې امنیت ټینګ کړي او په دې لړ کې دې له انتظامیې سره مرسته وکړي.

چارواکو وویل، که د سیمې اوسېدونکي د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلل او یا هم د ناامنۍ پېښه وشوه نو د پېښې له ځای سره په ۳۰۰ مربع میټره سیمه کې به د اوسېدونکو کورونه ړنګول کېږي.

د جمرود اوسېدونکو انتظامیې ته وویل، دوی به د امنیت ټینګښت لپاره له ادارو سره ملاتړ کوي خو د دوی کورونه دې نه ړنګول کېږي.

د قبایلي سیمو لپاره په جوړ قانون اېف سي ار کې د یوه جرم په صورت کې پر ټولې قبیلې یا د سیمې پر اوسېدونکو د هغې پړه اچولو ته د اجتماعي ذمه وارۍ دفعه یا ماده ویل کېږي.

د جمهوریت په نننۍ خپرونه کې موږ د همدې مادې او د دې اثراتو څېړلو هڅه کړې.

په خپرونه کې اسلام اباد مېشتی څېړونکی شاهد الیاس، د چارسدې باچا خان پوهنتون استاد محب وزیر، د پاکستان په پارلېمان کې د قبایلي سیمو استازی قیصر جمال او د پاکستان بشري حقونو کمېسیون یو مشر شېر محمد خان مېلمانه دي.

خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

اېف سي ار د نړۍ له مهذب فرهنګ ضد دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:14:08 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG