د ترکیې امنیتي ځواکونو او کردي جنګیالو ترمنځ په تازه نښتو کې لږترلږه ۶۰ تنه وژل شوي دي.
دا نښتې له عراق سره د ترکیې په سرحدي سیموکې شوې دي. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د سېشنبې پر ورځ وویل چې د عراق په شمالي سیمو کې یې هم پوځي عملیات کړي او لږترلږه ۳۰ کردي ملیشه وژل شوي دي.
د کوردانو پي کې کې ډلې وسله والو د دوشنبې په ورځ د ترکیې په جنوبي ښار ادانا [Adana]کې دوه پولیس ووژل .