د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندز نښته: د طالبانو نومولی والي او ګڼ نور وژل شوي


د افغانستان د استخباراتو اداره (NDS) بېګا په يوه خپره کړې خبر پاڼه کې ويلي چې بېګا په بمبارۍ کې د کندز ولايت لپاره د طالبانو والي ملا سلام اخوند،د هغه مرستيال ملا زبيح او د حارث په نامه د لشکر طيبه يو مهم قوماندان ووژل شول. طالبان دا نه مني.

بېګا هغه مهال د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د سختې جګړې راپورونه ورکړل شول چې طالب وسله والو د کندز د هوايي ميدان د نيول کوشش وکړ.

د کندز امنيه قوماندان قسيم جنګل باغ وايي چې د طالبانو دغه حمله يې په شا تمبولې او ځواکنه يې د پرمختګ په حال کې دي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو دفتر يوناما نن (چارشنبه) او د بشري حقونو يوې نړيوالې ادارې ايمنسټي انټرنيشنل د دوشنبې پر ورځ په يوه خبرپاڼه کې وويل چې ټولې غاړې دې د ولسي وګړو ژوند ته پاملرنه وکړي

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG