د لاسرسي ځای

تازه خبر

“ کندز کې دې د ولس امنیت ته پام وشي”


د بخښنې نړیوال سازمان [Amnesty International] په کندز کې د جګړې پر ښکیلو خواوو ږغ وکړ چې د ملکي خلکو امنیت ته پام وکړي.

د دې سازمان د اسیا د چارو مطبوعاتي مسئول، « الوف بلومکویست » د دوشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل چې وسله وال طالبان او افغان امنیتي ځواکونه باید د نړیوالو قوانینو پر اساس، د ملکي خلکو د امنیت ډاډ ورکړي .

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، پر هغو خلکو چې په مستقیم ډول په جګړه کې ونډه نه لري، حملې جنګي جنایت ګڼل کېږي.

دې سازمان اندیښنه څرګنده کړه چې وسله وال طالبان د کندز ښار ملکي روغتون ته ننوتي او خبرداری یې ورکړی چې روغتونونه د نړیوالو قوانینو پر اساس، د امن ځاي ګڼل کیږي چې له حملې باید وساتل شي.

نوموړي سازمان د افغانستان پر حکومت غږ وکړ چې د ملکي خلکو د امنیت د خوندي کولو لپاره خپل مسئولیت ادا کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG