د لاسرسي ځای

تازه خبر

“په ننګرهار کې تر ۴۰ زیات وسله وال وژل شوي”


د ننګرهار چارواکي وايي چې په اچين ولسوالۍ کې يې تر ۴۰ زیات داعش وسله وال وژلي دي.

د اچين ولسوال حاجي محمد غالب مجاهد مشال راډیو ته وویل چې داعش وسله والو د اچين ولسوالۍ اړوند عبدالخيلو سيمه کې د سرحدي پولیسو په پوستو نن(سېشنبه) سهار وختي بريدونه پيل کړي چې سيمې ته تازه دم څواکونه رسیدلي او تر دې دمه تر ۴۰ زیات داعش وسله وال وژل شوي دي.

ولسوال وايي چې څلور تنو سرحدي پولیسو ته هم مرګ ژوبله اوښتي او په خبره يې لا هم په سيمه کې جګړه روانه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG