د لاسرسي ځای

تازه خبر

د درغلۍ ضد مې عملي کار پيل کړی. ډاکټر کلیم الله


د کوټې ښاروال، وایي چې دی د کرپشن او رشوت خوړلو سخت خلاف دی او د دغ چلن خلاف یې په خپله محکمه «ښاروالۍ» کې عملي کار پېل کړی دی.د ده په خبره، په کرپشن بدنامه افسران او کارکونکي یې ګوشه کړي او کار یې اهل کار ته سپارلی دی او پر دې سر بېره، هڅه یې کړې چې هر کار تر خپل نظر او څار لاندې وساتي.

د کوټې ښاروال ډاکټر کلیم الله زیاتوي:

«اول سر چې دغې محکمې ته راغلم،نو و مې لیدل چې هر څوک په رشوت خوړولو او کرپشن لګیا دی او د خلکو امانت داسې ګڼي لکه د مور شیدې (یانې هر څه د خپل ځان حق ګڼي)،نو زه اوس را ولاړ شوی یمه او د دوي په خلاف مې ډنډه را اخیستې ده او ټولو ته مې ویلې دي چې زه تر څویمه،کم نه کم څلور کاله به و نس ته کلپ ور اچوۍ، لاکن زما په خوله خو اکثره دوي نه کوي او بیا هم پټ پټ په خپل ناوړه کارونو لګیا وي،لاکن د دې باوجود ما ډنډه پسې را اخیستې ده»

ډاکټر کلیم الله په دغه اړه خپله خبره نور پر مخ بیایي:

«په یوه طریقه، په بله طریقه،په بله طریقه دا بېکاره افسران چڼ کوم او له منځه یې باسم او د دوي په غلاګیانو پسې پسې یم،نیسم یې او ډېر شیان او کارونه دوي ته په لاس نه ور کوم.زما په سرپرستۍ کې هغه کارونه زه تر خپل نظر لاندې ساتم،تر څو څه حده پورې کرپشن کم کړم.که ما پنځوس یا شپېته فیصده هم کم کړی،نو دا به زما په خیال ډېر شی دی»

ډاکټر کلیم الله زیاتوي،په دغه اړه یې بهر په ټولنه کې هم د دغې مسلې په خلاف غږ پورته کړی دی:

«په دې کې هڅه دا کوو چې سیاسي توګه او په ټولنیز ډګر موږ همېشه لګیا یو.که کوم کنفرانس وي،که کومه ناسته او یا غونډه وي،نو هڅه کوو چې غږ پورته کړو چې د خلکو حق او امانت چې یې ما او تا ته په لاس را کړی دی، که په دې کې د خیانت امکان وي،نو په هره ممکنه طریقه یې بندوو»

د جمعیت علما اسلام (ف) بلوچستان صوبایي جنرل سیکرټر، ملک سکندر اېډوکېټ هم فکر کوي چې په دغه اړه خلکو ته د پوهې ورکولو سخت ضرورت دی:

«دلته یو ازاد نظام دی.ازاد نظام په دې مانا چې نیوکه نشته.پوښتنه نشته چې د سرکار خزانه د یو امانت په توګه استعمال شي.نو دغه تصور او سوچ خو خلکو ته نه دی ور کړل شوی.چې دغه څه خلکو ته نه کړې ور،نو بیا خو به هر ځای دغه شان له ستړیا سره مخامخ یو.موږ وایو چې دغه قام (خلکو) ته دې په دغه اړه باقاعده روزنه ور کړل شي»

د کوټې ښاروال، ډاکټر کلیم الله وایيچې په شخصي توګه د ده هلې ځلې خو به جاري وي،خو د ده په فکر، کرپشن،رشوت خوړل او په سرکاري مال کې خیانت کول یوه اجتماعي مسله ده،ځکه د ده په خبره،ضرورت د دې دی چې په خلاف یې ټولنه هم په اجتماعي حېثییت غږ پورته کړي.

XS
SM
MD
LG