د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د اختر څلورمه ورځ هم خلکو په میلو ولمانځله


د اختر په څلورمه ورځ هم د جلال اباد ښار سراج العمارت باغ ته ډله ډله خلک راتلل او د اختر خوشاليانې يې په ډول ډول خوراکونو او میلو لمانځلې.


په جلال اباد کې سراج العمارت يو له هغو باغونو څخه دی چې په کال وسر ورته خلک د سپورتي سرګرميو تر څنګ د سیل او ساعتیرۍ لپاره ورځي، خو د اختر په ورخو او نورو ملي مناسبتونو کې یاد باغ ته د ننګرهار د ولسواليو پر خلکو سربیره له کونړ او لغمان ولایتونو څخه هم خلک په چکر راځي.
یو تن ځوان فواد ارین چې دغه باغ ته اختر د ساعتيري په خاطر راغلی و، مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:


(( که څه هم نن د اختر څلورمه ورځ ده خو ډیری خلک د اختر د میلو په خاطر راغلي دي، زه هم راغلم چې خپل دوستان وګورم او اکثره خلک له کلیو او ولسواليو څخه راغلي چې موږ سره د اختر خوشالیانې ونمانځي او موږ هم ترینه بلا خوند واخيستو.))



يو تن ځوان چې خپل ماشومان يې یاد باغ ته د اختر د چکر په نیت راغلي وو، مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې خپله يې هم د اختريز چکر نه خوند واخيست او ماشون يې هم په خوراکونو او سپرليو ونازول.


(( ثواب الدین یم، د جلال اباد ښار اوسیدونکی، نن راغلو دې باغ ته او د اختر څلورمه ورځ ده، ماشومان مې هم ځان سره راوستي، مقصد فامیلي راغلی یم او د اختر خوشالي نمانځو. چکر مو ولګولو، دې زانګو ګانو کې وګرځيدو، ښه امنیت و، وصعیت ښه دی، دا ماشومان ډير خوشاله دي چې نن مې دلته چکر ته راوستي دي.))

په دغه باغ کې يو تن چې کال وسر يې د سموات تر شاه ولاړ وي، او خلکو ته شنې او تورې چاي جوړوي، وايي چې د اختر په ورځو کې يې روزګار يې ډیر ښه شوی دی.
(( نوم مې رحمت الله دی او د همدې ننګرهار اوسیدونکی یم، دلته خو همیشه خلک راځي خو د اختر په ورځو کې زښت ډیر خلک راځي، زموږ د چايو کاروبار دی او ورسره ښه شوی دی.))


د یادولو ده چې سږکال چې د تيرو کلونو په نسبت د ننګرهار اکثره کليوالي سيمې د بد امنيو ښکار دي او خلک نشي کولای چې په ډاډه زړونو خپل کلتوري او حتي مذهبي مراسم په هغه شان چې لازم وي، ولمانځي، په دې خا طر له اکثرو کليوالي سيمو څخه ځوانان د جلال اباد ښار ته د اختر د نمانځلو په خاطر راغلي ول.

XS
SM
MD
LG