د لاسرسي ځای

تازه خبر

''کندز کې افغان ځواکونه او وسله وال ښکر په ښکر دي''


وسله والو له نن ګهیځ وختي راهیسې له څو لوریو د کندز پر ښار وسله واله حمله پیل کړې چې لا هم جګړه روانه ده.

په کندز کې د روانې نښتې په اړه د دغه ولایت والي مرستیال حمدالله دانش ازادۍ راډيو ته ویلي، دا مهال ښار په دوو برخو ویشل شوی چې په یوه خوا کې یې افغان امنیتي ځواکونو او بل لوري کې وسله والو سنګر نیولی دی.

ښاغلي دانش زیاته کړه چې د کابل له خوا کندز ته د ورغلي سړک بره خوا د افغان ځواکونو په کښته خوا یې د وسله والو په ولکه کې ده.

وړاندې د افغانستان دفاع وزارت ویلي ول، چې پر کندز یې د وسله والو یرغل پر شا تمبولی دی. وزارت ادعا کوي چې نژدې ۳۵ وسله وال یې له منځه وړي دي.

بلخوا په سیمه کې د ازادي راډيو خبریال وایي، چې د دولت ضد وسله وال د سپینزر چمن سیمې ته وررسېدلي دی، خو د کندز امنیې قومندانۍ ویاند سید سرور حسیني هم ازادي راډيو ته وویل چې امنیتي ځواکونه خپل مقاومت کوي او وسله وال یې پر شا تمبولي دي.

تر دې وړاندې د ولایت د والي ویاند عبدالودود واحدي ازادي راډيو ته وویل چې په جګړه کې افغان پولیسو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې؛ خو کره شمېر یې و نه ښود. نوموړي دا هم وویل چې له مرکزه تازه دم افغان سربازان سمیې ته رسیدلي دي او ډېر ژر به دا جګړه پای ته ورسیږي.

وسله والو له نن ګهیځ وختي راهیسې له څو لوریو د کندز پر ښار وسله واله حمله پیل کړې چې لا هم جګړه روانه ده.

خو د وسله والو طالبانو ویاند بیا ادعا کړې وه چې په ښار کې یې پوستې نیولي دي او ښار ته د ننوتلو په حال کې دي.

په کندز کې د ازادي راډيو خبریال وایي چې جګړه سهار درې بجې پیل شوې او د ښار فضا د کلاشینکوفونو، پیکاوو او نورو وسلو ډزو نیولې ده.

زموږ خبریال وایي چې دغه مرمۍ حتی د والي پر دفتر هم لږیږي.

XS
SM
MD
LG