د لاسرسي ځای

تازه خبر

منا کې د پاکستانیو وژل شوو حاجیانو شمېر ۳۶ ته ورسېد


د مذهبي چارو وزارت سردار محمد یوسف ویلي، پنځه اتیا پاکستاني حاجیان تریتم دی او د لټون لپاره یې پاکستاني چارواکي هلې ځلې کوي.

د پاکستان مذهبي چارو وزارت وايي، چې د سعودي عربستان د منا په غمیزه کې د وژل شوو پاکستانيو حاجیانو شمېر شپږ دیرش ته رسېدلې دی او پنځه دیرش ژوبل دي. دی زیاتوي وژل شوي حاجیان د خېبر پښتونخوا ، قبایلي سیمو، پنجاب، سند، بلوچستان او د پاکستان تر انتظام لاندې کشمیر اوسېدونکي ول.

د مذهبي چارو وزارت سردار محمد یوسف د پاکستان سرکاري ټي وي سره په خبرو کې وویل چې پنځه اتیا پاکستاني حاجیان تریتم دی او د لټون لپاره یې پاکستاني چارواکي هلې ځلې کوي.

ده دا هم وویل چې د ژوبل شوو حاجیانو په مختلف هسپتالونو کې علاج روان دی او له علاجه پس به پاکستان ته لېږل کېږي.

«څومره زر ممکنه کیدای شي موږ صحیح معلومات ترلاسه کوو. په لادرکه کسانو کې دوه سوه او اوو اویا ملاو شوي دي او زموږ د معلوماتو ترمخه شپږ دېرش حاجیان شهیدان شوي او پنځه دیرش ژوبل دي»

د مذهبي چارو وزیر په وینا چې د حج پالیسي مطابق هغه حاجیان چې د حج دوران مړه شي نو د هغوی له خپلو خپلوانو سره له رابطې پس هغوی په سعودي عرب کې ښخول کېږي.

د دې ترڅنګ د مذهبي چارو وزارت د منا پیښې په اړه د وزیراعظم نواز شریف په هدایاتو یو هېلپ لاین هم جوړ کړی دی چې د حاجیانو خپلو خپلوانو ته مرسته ورکوي.

بلخوا د منا په پېښه کې د لادرکه شوو حاجیانو کورونو د پاکستان له صدر ممنون حسینه د مرستې غوښتنه کړې ده.

د پاکستان صدر ممنون حسین د پاکستان خارجه چارو وزارت، سعودي عرب کې د پاکستان سفارتخانې او حج ماموریت ته د هڅو زیاتولو لارښوونه کړې ده.

XS
SM
MD
LG