د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملاله یوسفزۍ : د نړۍ مشران دې د نجونو په تعلیم پیسې ولګوي


ملاله یوسفزۍ په نیویارک کې د خپلو ملګرو سره
ملاله یوسفزۍ په نیویارک کې د خپلو ملګرو سره

ملاله یوسفزۍ وايي په نړیوال کچ داسې ګامونه پورته کول پکار دي چې د ماشومانو او په ځانګړي ډول د نجونو د تعلیم لپاره مبارزه وشي او د هېچا ماشوم له ښونځي لرې پاتې نه شي.

د یکشنبې په ورځ په نیویارک کې « ګلوبل سټیزن فیسټول» ته د وینا پرمهال ملاله یوسفزۍ وویل باید د نړۍ هیوادونه په تعلیم پېسې ولګوي.

دغه مېله چې په نړۍ کې د غربت د ختمولو په موخه جوړه شوې، د نړۍ یو شمېر مهمو شخصتونو پکې ګډون وکړ. په یاده مېله کې د ملاله یوسفزۍ سره د سوات کاینات او شازیه هم موجودې وې.

ملالې یوسفزۍ دخپلې وینا په یوه څنډه کې وویل :

« په نړۍ کې ۶۶ ملیونه جینکۍ سکولونو ته نه ځي، او دا موږ په دې مجبوروي، چې دلته دا خبره وکړو، چې د نړۍ یو مشر به هم دا ونه غواړي چې د هغه بچۍ دې د سکولونو نه محرومه وي، نو بیا ولې دې د د نړۍ دغه نور ماشومان له پامه وغورځول شي. »

ملالې زیاته کړه په خپلو نړیوالو اهدافو کې تعلیم تر ټولو مخکې ګڼي، او باید نړیوال مشران هم په تعلیم پیسې ولګوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG