د لاسرسي ځای

ننګرهار: په اچين ولسوالۍ کې د لسګونو وسله والو د وژلو ادعا شوې


فایل فوټو

فایل فوټو

افغان چارواکي وايي په ننګرهار کې د افغان امنیتي ځواکونو او داعیش وسله والو ترمنځ په جګړه کې پنځه نوي تنه وسله وال وژل شوي دي.

دافغانستان د ننګرهار ولایت د اچین ولسوال حاجي غالب مجاهد د یکشنبې په ورځ مشال راډيو ته وویل چې تېره شپه داعش وسله والې ډلې د اچین ولسوالۍ په سرحدي پوستو بريد وکړ چې له امله يې نښته رامنځته شوه او اته ساعته يې دوام وکړ چې په نتیجه کې يې ۳۵ تنه داعش وسله وال په ځمکني او هوايي بریدونو کې ووژل شول.

ولسوال زیاتوي چې په یاد بريد کې د سرحدي پولیسو دوه تنه وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.

د اچين ولسوال حاجی غالب وايي چې د یکشنبې په ورځ غرمه مهال په یاده ولسوالۍ کې د چاڼيزو عملیاتو پر مهال د هوايي برید له امله ۶۰ تنه داعش وسله وال وژل شوي دي.

د ولسوال په وینا په وژل شويو وسله والو کې اکثرو د افغان ملي اردو ځواکونو لباس په تن و.

د يادو پيښو په اړه وسله والو تر دې دمه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG