د لاسرسي ځای

افغان ولسمشر وايي پاکستان له افغانستان سره په نا اعلان شوي جنګ کې ښکېل دی


افغان ولسمشر اشرف غني

افغان ولسمشر اشرف غني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني يو وار بيا ويلي دي چې پاکستان له افغانستان سره په يو نا اعلان شوي جنګ کې ښکېل دی.

ولسمشرغني پرون د ارګ په ماڼۍ کې د یو شمیر ولایتي شوراګانو له استازو سره د لیدلو پر مهال پاکستان ته په اشاره وویل، چې سوله د افغانستان حق دی او د ټينګښت لپاره یې چاته زارۍ نه کوي. نوموړي زیاته کړه :

« موږ د سولې لپاره له پاکستان سره لوی ګامونه واخیستل ، لږ تر لږه څوارلس کاله کیږي چې پاکستان په یو نا اعلام شوي جنګ له افغانستان سره ښکېل دی، موږ دغه جګړه ختمول غواړو. موږ ددې لپاره ننواتې او زارۍ نه کوو ، دا زموږ د ولس حق دی. »

بلخوا څو ورځې وړاندې د پاکستان د ملي امنيت سلاکار ويلي وو چې دوی هڅه کوي د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې بيا پېل شي چې په په نتيجه کې به يې د افغانستان او پاکستان اړيکې ښې شي.

د طالبانو د مشر ملا عمر د مړيني خبر تر راتلو وروسته له طالبانو سره د سولې خبرې وځنډيدې او له دې وروسته په افغانستان او پاکستان کې د ترسره شوو بريدونو تور دواړه هيوادونه پر يو بل لګوي.

XS
SM
MD
LG