د لاسرسي ځای

ملاله يوسفزۍ: مجبوره کډوالو ته بايد زړونه او سرحدونه پرانستل شي


د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ د نړۍ پر مشرانو غږ کړی دی چې د شام د کړکېچ د هواري لپاره دي لا نور ګامونه پورته کړي.

ملالې یوسفزۍ وویل ، د یو ماشوم په اوبو کې له بهېدو ښکاري چې نړۍ انسانیت له لاسه ورکړی دی. نوموړې وویل، د ترکيې پر ساحل میندل شوي د وړوکي ماشوم ایلان کردي مړي زه وسواسي کړم.

ملالې یوسفزۍ دا څرګندونې د جمعې په ورځ د امریکا په نیو یارک ښار کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د غونډې په پیل کې کړي دي.

ملالې وویل، موږ په هغه ورځ انسانیت له لاسه ورکړ چې یو ماشوم ته چا هرکلی ونه وایه.

نوموړې زیاته کړه چې خلک باید په داسې وخت کې مجبورو کسانو ته زړونه او پولې پرانیزي چې هغوی مرستې او د ژوند کولو حق ته اړتیا لري.

ملالې یوسفزۍ د نړۍ پر مشرانو غږ وکړ چې د اسلامي دولت وسله والې ډلې داعش له

خوا ځورول کېدونکي ماشومان خپل وګني.

XS
SM
MD
LG