ایران له سعودي عرب څخه غوښتنه کړېده چې په حج کې د ټېل ماټېل له امله د لږترلږه ۷۱۷ کسانو د مړینې د پېښې په اړه دې په پلټنو کې اغېزمن شوو هیوادونو ته هم ځای ورکړي.
په دې وژل شوو کسانو کې لږه تر لږه ۱۳۱ ایراني وګړي هم شامل دي چې د حج لپاره سعودي عرب ته تللي وو.
د ایران مرستیال ولسمشر اسحاق جهانګیري د جمعې په ورځ ناوخته تر یو بېړنۍ غونډه وروسته وویل، د سعودي حکومت مسئول دی او باید د دې پيښې ځواب ورکړي.
په ایران کې محافظه کار ملا ایت الله محمد امامي کاشاني د جمعې تر لمانځه وروسته، په تهران کې خلکو ته وویل ، که څوک وايي چې حاجیانو بې نظمي کوله ، هوا ډیره ګرمه وه یا بل څه ، دا ټول دروغ دي او نړۍ به یې ونه مني.
د ایران حکومتي خبري اژانس – ایرنا –د یوه ایراني چارواکي په حواله ویلي چې لږترلږه ۳۶۵ ایرانيان لا هم ورک دي.