د لاسرسي ځای

افغان حکومت له هنده د معياري درملو واردلو تکل کړی


د افغانستان حکومت غواړي چې د بې کیفیته دوا د له منځه وړلو لپاره له ښو هندي کمپنیودرمل واخلي.

دا خبره افغان ولسمشر اشرف غني د جمعې په ورځ په کابل کې د یو شمیر روغتونونو له ډاکټرانو او کارکونکو سره په کتنه کې وکړه.

ولسمشر غنيوویل ، له هنده د ښو درملو د واردولو د چارو مسئولیت یې یوې کاري ډلې ته سپارلی دی.

له ارګه خپره شوې یو خبرپاڼه لیکي ، ولسمشر باور لري چې د مسلکي طبي کارکونکو کموالی، بې کیفیته درمل ، د روغتونونو ناسم مدیریت او د روغتونونو د کار د څارنې کمزورتیا له کبله د افغانستان روغتیايي نظام اغېزمن شوی دی.

XS
SM
MD
LG