د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه: دا عش په افغانستان کې د پراخېدو په حال کې ده


د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو په یو خپاره کړل شوي رپورټ کې ویل شوي دي چې په افغانستان کې اسلامي دولت وسله واله ډله [ داعش] د پراخېدو په حال کې ده.

د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو په یو خپاره کړل شوي رپورټ کې ویل شوي دي چې په افغانستان کې اسلامي دولت وسله واله ډله [ داعش] د پراخېدو په حال کې ده.

د ملګرو ملتونو رپورټ وايي چې د اسلامي دولت وسله وال د هيواد د ۳۴ ولایتونو له جملې څخه په ۲۵کې د ډېری وګړیو د خواخوږي په تر لاسه کولو کې بريالي شوي دي.

رپورټ وايي چې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د هغو ډلو یا کسانو شمېر په زیاتېدو دی چې یا خو په څرګند ډول له دغې ډلې سره بعيت کوي یا هم ورسره خواوږي لري.

په رپورټ کې د یو پخواني طالب مشر عبدالرووف خادم ذکر هم شوی دی چې مخکې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر سلاکار وو او بیا یې په هلمند او فراه ولایتونو کې خپله ډله جوړه کړې وه.

رپورټ وايي چې له عراق او سوريا [شام] څخه تللي د ۷۰ په شاوخوا کې وسله وال دا وخت په افغانستان کې د یادې ډلې مهم غړي دي.

XS
SM
MD
LG