د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د ګلانو کارو بار مخ په ډېریدو دی


یوازې یوه لسیزه وړاندې په خوست کې د مصنوعي ګلانو کاروبار ډېر محدود وو، په ښار کې څلور، پنځه دکانونه ول، چې ګلان به يې خرڅول.

یوازې یوه لسیزه وړاندې په خوست کې د مصنوعي ګلانو کاروبار ډېر محدود وو، په ښار کې څلور، پنځه دکانونه ول، چې ګلان به يې خرڅول.

هغه مهال به لږو خلکو ودونو ته ګلان وړل، خو حاجیانو او د دیني مدرسو فارغینو ته د غاړې د پلنو او درنو ګلانو وړل رواج ول، مګر اوسمهال د ګلانو د استفادې ساحه پراخه شوې ده.

اوس نه یوازې د خوست ښار په کوڅو کې د ګلانو یو شمېر پلورنځي ترسترګو کیږي، بلکې د ډیریو ولسوالیو په ځنو ښارګوټو کې هم د ګلانو پلورنځي شته او خلک ورڅخه ډول، ډول ګلان رانیسي.

دا چې عموماً خلک په کومو مناسبتونو کې ګلان رانیسي، د نظر جان په نوم یو ګلفروش يې په اړه مشال راډیو ته داسې وايي:

((دوی د ودونو د مراسمو له پاره ګلان، د الماریو د پاسه کېښودو له پاره ګلان، د خلکو د تبریکیو له پاره، د دیني مدرسو د فارغانو د دستاربندیو، د پوهنتونونو او ښوونځیو د فارغینو له پاره ګلان او د نویو ټاکل کیدونکو مامورینو له پاره د ګلانو ډالۍ لري.))

د عتیق الرحمن په نوم د ګلانو د یوې عمده پلورنځی مالک وايي، چې دوی له چین او پاکستانه د مصنوعي ګلانو پرزې راوړي او بیا يې دلته بسته بندي کوي.

دی نه یوازې له خپل کاروباره رضایت لري، بلکې دې ته هم خوښ دی، چې یوازې د ګلانو په دسته بندۍ باندې ده تر شلو کورنیو پورې واړه، زاړه اخته کړي او د هغو هم پرې ښه ګزاره روانه ده:

((پنځلس کاله به کیږي، چې زه د ګلانو کاروبار کوم، موږ د چین نه د ګلانو خلاص مال راغواړو او بیا دلته يې بسته کوو، موږ د خپل کاروبار نه ډېر خوښ یو او بل دا چې موږ اکثره د کورونو خلک مصروف کړي دي، تر شلو کورونو پورې داسې دي، چې زموږ سره په دې کاروبار کې واړه او زاړه مصروف دي او ډېر ښه کار يې جوړ دی.))

عتیق الرحمن وړاندې وايي، چې پخوا ډېرو لږو خلکو ګلان خوښول، خو اوس د ګلانو نه استفاده نږدې د ټولو خلکو په کلتور بدل شوی او د ټولنې د پرمختګ او عصري کیدو سره په څنګ کې د ګلانو کارو بار هم پراختیا پیدا کوي.

د فریدالله په نوم یو ځوان چې د مصنوعي ګلانو د پرزو بسته بندي کوي وايي، چې د ګلانو د کار وبار سره مینه لري.

دی زیاتوي د انټرنیټ له لارې د چین او پاکستان نه د ګلانو نوي ډیزاینونه ترلاسه کوي او د هغه ګلانو ډیزاینونه چې د ده د فکر محصول وي، هغوی ته يې انتقالوي او په دې توګه هره وخت د ګلانو ډولونه بدلوي.

بلخوا د نعمت الله همت په نوم یو ځوان چې د کور د ښکلا له پاره د ګلانو پیرودلو له پاره د ګلانو یو پلورنځي ته راغلی وايي، چې پخوا د ګلانو کارول ډېر لږ وو، خو اوس دا دود په پراخیدو دی.

دی وايي، چې غواړي د خپل کور د دروازو او دیوالونو د ښکلا له پاره ګلان راونیسي:

((دا ګلان مخکې دومره رواج نه وو، خو نن سبا دا په خوست کې ډېر رواج شوي دي، بل په کورونو کې نصبول مې بل ځای هم لیدلي او زه په خپله هم ورسره ډېر شوق لرم او په ګلانو د کور ښکلي کول مې خپل شخصي ذوق دی.))

د یادونې وړ ده که څه هم د ګلانو د کاروبار پراخیدل د خلکو د کلتور او فرهنګ د لوړیدو نښه بلل کیږي، خو بل لوري ته یو شمېر کتونکي انديښنه لري، چې د افغانستان په شان په ضعیف اقتصاد لرونکي هېواد او مصرفي ټولنه کې په ودودو، د ښوونځیو، مدرسو او د تحصیلي موسسو د زرګونو فارغینو په جشنوارو کې په دې اندازه د بې شمېره ګلانو کارول په پای کې په يوه ټولنیزه ستونزه او یو داسې پيټي بدلیدلای شي، چې پورته کول به يې د هر چا له وسه پوره نه وي.

XS
SM
MD
LG