د لاسرسي ځای

اختر په ویر تېروو: ماما قدیر بلوڅ


د ورکو بلوڅانو سازمان مشر، ماما قدیر بلوڅ

د ورکو بلوڅانو سازمان مشر، ماما قدیر بلوڅ

ماما قدیر بلوڅ په خبره، دوی به په دغه اړه د تېرو اخترونو په څېر، دا ځل هم د ورکو بلوڅانو د ورک کولو په خلاف مظاهره کوي

د تریتم کړل شوو بلوڅانو غږ سازمان مشر، ماما قدیر بلوڅ وایي، چې د تېرو یوڅو کلونو په شان، دا ځل همد ګڼو ورکوبلوڅو خپلوان په ویر او پرېشانۍ کې اختر لمانځي:

« اختر مطلب دا دی چې دا یو اسلامي دود دی، دا یوه اسلامي خوشالي ده. هغه موږ بلوڅانو ته دا شپاړسمیا اوولسم اختر دی، چې خوشالي مو په نصیب شوې نه ده.هر کال،هر اختر،هره ورځ موږ په ویر کې تېروو»

ماما قدیر بلوڅ په خبره، دوی به په دغه اړه د تېرو اخترونو په څېر، دا ځل هم د ورکو بلوڅانو د ورک کولو په خلاف مظاهره کوي:

«ګوره!دا زموږ شپاړسم اختر دی چې پر هر اختر موږ لاریون کوو.دا اختر هم موږ د مظاهرې پلان لرو.سهار خو به لمونځ کوو او وروسته به بیا خلک د څارویو قرباني کوي،خو له هغه وروسته به بیا نږدې دوې یا درې بجې به لاریون کوو.او کورنۍ ټولې،داسې کورنۍ شته چې څلور،څلور د کور غړي یې ورک دي او یا وژل شویدي.نو په داسې حالاتو کې زما په خیال یو څوک هم اختر په خوشالي نه شي لمانځلی»

ماما قدیر بلوڅ زیاته کړه چې د ملت پالو په موجوده حکومت کې هم د دوي ستونزې هواره شوې نه،بلکې لاپسې زیاتې شوې:

«هېڅ ښه والی نه دی راغلی. پخوا بیا هم ګزاره وه، خو اوس د ډاکټر مالک بلوڅ په حکومت کې زموږ مسخ شوي مړي او زموږ د ورک کولو پېښې نورې هم زیاتې شوې دي.له تېرو څو کلونو راهیسې دا وخت خواوشا څوارلس زره کسان ورک دي او د خواوشا دوه نیم یا درې زره کسانو مسخ شوي مړي موږ ته ترلاسه شوي دي. موږ اندازه لګولې ده چې د ډاکټر مالک بلوڅ په حکومت کې زموږ پر وړاندې حالات د سمېدو پر ځای،نور هم خراب شوي دي»

د لوی اختر په دغه موقع که څه هم د تریتم کړل شوو بلوڅانو غږ سازمان په ویر او غم کې د اختر لمانځلو اعلان کړی او ادعا یې کړې چې د ډاکټر مالک بلوڅ په مشرۍ کې د دوی ستونزه نوره هم پر مخ تللې، خو د بلوچستان اعلا وزیر ډاکټر مالک بلوڅ او حکومتي غړیو یې پر بېلا بېلو موقعو رسنیو سره په خبرو کې، په بیا بیا د دا قیسمه تورونو له منلو انکار کړی او ادعا یې کړې چې په موجوده حکومت کې د بلوڅانو د ورک کولو پېښې د پخوا په پرتله کمې شوېدي.

XS
SM
MD
LG