د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان،هندي او ایراني مشران د چاه بهار پر رغونه ږغېږي


د افغانستان، هند او ایران چارواکي راتلونکې اوونۍ د چاه بهار بندر د تاسیساتو په اړه غونډه کوي.

د افغانستان سوداګرۍ وزارت ویاند مساپر قوقندي بېګا مشال راډيو ته وویل، دا غونډه په هند کې کېږي او پکې به د ایران چاه بهار بندر د تاسیساتو یا بنیادونو رغونې پر چارو خبرې وشي.

«دا غونډه د دې لپاره ده چې وکولای شو هغه تاسیسات چې د چاه بهار بندر ورته اړتیا لري، ژر تر ژره جوړ کړو. ایران هم [دې موضوع] ته پاملرنه زیاته کړې او همداراز غواړو له هنده هم مرستې ژر تر لاسه کړو او هغه یو څه ځمکه چې [ایران] افغانستان ته ورکړې هغو کسانو ته ورکړو چې پکې پانګونه وکړي.»

د ایران چاه بهار بندر چې هند پکې پانګونه کړې، د پاکستان د لارې متبادله ټرانزیټي لار بلل کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG