د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملاله یوسفزۍ نن د ملګرو ملتونو یوې غونډې ته وینا کوي


نوبېل انعام ګټونکې ملاله یوسفزۍ به نن په ملګرو ملتونو کې د نړۍ مشرانو یوې سرمشریزې ته پرانیستونکې وینا کوي چې پکې به هغه د نړۍ ټولو ماشومانو ته د لومړیو ۱۲ کلونو وړیا یا مفت تعلیم ورکولو غوښتنه کوي.

نوبېل انعام ګټونکې ملاله یوسفزۍ به نن په ملګرو ملتونو کې د نړۍ مشرانو یوې سرمشریزې ته پرانیستونکې وینا کوي چې پکې به هغه د نړۍ ټولو ماشومانو ته د لومړیو ۱۲ کلونو وړیا یا مفت تعلیم ورکولو غوښتنه کوي.

د ملالې تر دې وینا سمدستي وروسته به د کیتلېک عیسویانو مشر پوپ فرانسېس هم پرانیستونکې وینا کوي.

ملالې یوسفزۍ تېر ماښام له رویټرز خبري اژانس سره د خبرو پر مهال وویل، «هیله منه ده چې د نړۍ مشران چې د خپلو بچیو لپاره کوم ارمانونه لري، هم هغه به د پاتې نړۍ ماشومانو لپاره هم لري.»

دې وویل، «که تاسې غواړئ چې زموږ راتلونکې زیاته پیاوړې، مترقي یا پرمختللې او روښانه وي نو موږ ته په کار دي چې په تعلیم کې پانګونه وکړو.»

ملالې وویل، «دا کار هومره پیسو ته هم اړتیا نه لري چې فکر کېږي.» د دې په وینا، په تعلیم کې پانګونه «۳۹ اربه ډالرو ته ضرورت لري، [دا هغه پیسې دي چې] په اتو ورځو کې پر پوځ لګول کېږي.»

په ۲۰۱۲ز کال کې وسله والو د تعلیم لپاره د کیمپېن کولو په تور پر ملالې یوسفزۍ ډزې کړې وې او هغه یې ژوبله کړې وه.

XS
SM
MD
LG