د لاسرسي ځای

تازه خبر

سلګونه حاجیان په ټېل ماټېل کې مړه او ژوبل


د سعودي عرب چارواکي وايي چې نن(پنجشنبه) په منا کې د حج مراسمو پر مهال په ټېل ماټېل کې لږ تر لږه ۳۱۰کسان وژل شوي دي او تر ۴۵۰ نور ټپیان شوي دي.

د سعودي عرب چارواکي وايي چې نن(پنجشنبه) په منا کې د حج مراسمو پر مهال په ټېل ماټېل کې لږ تر لږه ۳۱۰کسان وژل شوي دي او تر ۴۵۰ نور ټپیان شوي دي.

چارواکو پر ټوېټر په یو بیان کې ویلي دي د پېښې ځای چې له مکې په څوکلومیټره فاصله کې دی، پکې د ژغورنې کار روان دی.

دغه ګډوډي د حج په آخري مهمو رسوماتو کې مخې ته راغلې ده.

په دغه ځای کې په زرګونه حاجیان راټولېږي او په علامتي توګه شېطان په کاڼو ولي. دغه پېښه د لوی اختر په ورځ مخې ته راغلې ده.

دا په سعودي عرب کې روان کال دوېمه لویه پېښه ده. د ستمبر په یولسمه نېټه هم ۱۱۱ کسان وژل شوي وو کله چې په مکه کې یو تعمیراتي کرېن راپریوتو.

په ۲۰۰۴م کال کال هم مینا کې پر شېطان د کاڼو غورځولو مهال له ټېل ماټېله ۳۶۴ کسان مړه شوي ول.

له یو سل څلور شپېته هېوادونو شاوخوا ۲۵لکه مسلمانان د حج په پنځه ورځنیو مراسمو کې د ګډون لپاره راټول شوي دي چې د ستمبر ۲۲مه شورو شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG