د لاسرسي ځای

تازه خبر

اختر لپاره په کابل او نورو ښارونو کې امنیت نیول شوي


لوی اختر په لومړۍ ورځ افغان امنیتي ځواکونو په کابل او نورو ښارونو کې امنیتي تدابیر سخت کړې دي.

د کورنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې له خلکو غوښتې چې د اختر په ورځو کې د خوښۍ ډزې ونه کړي او پټاخې ونه کاروي.

د کورنیو چارو وزارت په دې باور دی چې کېدای شي د هیواد دښمنان له دغو ډزو ګټه پورته کړي او د خلکو امنیت ګډوډ کړي.

د کورنیو چارو وزارت له خلکو دا هم غوښتي دي چې له پولیسو سره همکاري وکړي او که چیرته اړتیا وه ۱۱۹ شمیرې ته دې زنګ ووهي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG