د لاسرسي ځای

تازه خبر

“افغان دښمنانو مخامخ جګړه بایللې”


د افغانستان ولسمشر د اختر په مناسبت په خپل پیغام کې ويلي چې د افغانستان دښمنانو تر مخامخ جګړې پر نفسياتي جګړې ډیره تکیه کړې او غواړي چې د افغانانو روحیه وځپي او خپل هدف ته ورسیږي.

د افغانستان ولسمشر د اختر په مناسبت په خپل پیغام کې ويلي چې د افغانستان دښمنانو تر مخامخ جګړې پر نفسياتي جګړې ډیره تکیه کړې او غواړي چې د افغانانو روحیه وځپي او خپل هدف ته ورسیږي.

ولسمشر اشرف غني زیاته کړه چې د دې مخه به ونیول شي او په دې لړ کې عملي ګامونه اخیستل شوي دي:

« زموږ هیله پر خیال نه ده ولاړه. زموږ پوځ د پرمختګ په حال کې دی، پولیس مو د ودې په حال کې دي. امنیتي اداره مو پراختیا مومي، تعلیمي بهیر مو پراخیږي، د سوداګرۍ د نظام بنسټ د ایښودو په حال کې دی څو د لسګونو کلونو لپاره موږ او سیمې ته ګټه ورسوي»

افغان ولسمشر د اختر په مناسبت په خپل پیغام کې د سولې مسلې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې د سولې او اتفاق راوستل یوازې د حکومت یا ځانګړې شورا دنده نه ده، بلکې دا د ټول ملت شریکه وظيفه ده چې د افغانستان د خیر او ملي وحدت لپاره کار وکړي او خپل مسوولیت ادا کړي.

XS
SM
MD
LG