د لاسرسي ځای

د خېبر پښتونخوا په شوقدر کې د پولیسو او وسله والو تر منځ په وسله واله نښته کې درې وسله وال وژل شوي دي.

د شوقدر ځايي پولیس د چارشنبې پر ورځ ویلي دي چې دوی ته خبر ورکول شوی و چې څو تنه وسله وال د شوقدر په اخوندظفر بابا سیمه کې د ورانۍ په نيت راغلي او پټ دي.

د پولیسو د تلاشۍ پر مهال له وسله والو سره د ډزې پېل شوې چې په پايله کې يې درې وسله وال ووژل شول.

د وژل شوو وسله والو پېژندګلوي لا تر دې دمه نه ده شوې او نه هم په دې اړه کومې وسله والې ډلې څه ويلي دي.

XS
SM
MD
LG