د لاسرسي ځای

'د امن لپاره به له افغانستان سره په ګډه کار کوو'


د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د ناستې پر مهال

د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د ناستې پر مهال

نواز شریف په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي شورا کلنۍ غونډې ته په سفر دی.

د پاکستان وزيراعظم وایي، په سيمه کې د امن لپاره به له افغانستان سره په ګډه کار کوي.

په لندن کې وزیر اعظم نواز شریف خبریالانو ته وویل چې پاکستان او افغانستان د ترهګرو پر ضد د ګډې مبارزې ژمنه کړې ځکه چې دواړه هېوادونه ترهګرۍ سخت ځپلي دي.

شريف زیاته کړه چې د پاکستان په خارجه تګلاره کې بنیادي بدلون راوستی دی او د هغې ګټې به ډېرې ژر برسيره شي.

د يوې پوښتنې په ځواب کې وزير اعظم وويل، چې د وسله والو پر ضد روان د ضرب عضب په نامه پوخي عمليات له کاميابۍ سره روان دي.

د تیرې جمعې په ورځ پيښور ته نژدې د پاکستان هوايي ځواک پر یوه مرکز د پاکستانيو وسله والو طالبانو په حمله کې د بریدګرو په ګډون ۲۹ پاکستاني سرتېري وژل شوي ول.

ترهغه وروسته پاکستاني چارواکو وویل چې دا حمله په افغانستان کې پلان شوې وه خو افغان حکومت د پاکستان دا ادعا بې اساسه بللې ده. او خپله د افغانستان ولسمشر اشرف غني هم ویلي ول، هیڅکله به هېچا ته اجازه ورنه کړې چې د هېواد خاوره یې د پاکستان پرضد استعمال کړي.

د پاکستانیو رسنیو د راپور له مخې افغان ولسمشر د دوشنبې په ورځ د پاکستان له صدراعظم نوازشریف سره په ټیلیفون خبرو کې د بډه بیري پر پيښې خواشینې ښودلې او هغه یې غندلې ده.

XS
SM
MD
LG