د افغانستان د هوايي حریم د کنټرول چارې، په رسمي ډول د ملکي هوايي چلند خپلواکې ادارې ته وسپارل شوې.
د ملکي هوايي چلند د خپلواکې ادارې عملیاتي مرستیال، محمود شاه حبیبي د سېشنبې پر ورځ وویل چې امریکايي شرکت [RMS] به د هوايي حریم په څارنه کې همکاري ورسره کوي.
محمود شاه حبیبي وړاندې وویل:
((افغانان اوس، له کابله پرته، په ټولو ولایتونو کې د هوايي کنټرول د وسایلومسولیت لري.یوازې په کابل کې د عملیاتي مرکز چارې بهرني متخصصین پر مخ بیايي خو افغانان هم ورسره دي.))
د افغانستان د هوايي حریم عواید په کال کې څلویښت میلیونو ډالرو ته رسیږي.
د ملکي هوايي چلند خپلواکه اداره وايي، د افغانستان پرهوايي حریم په ورځ کې څلورسوه پروازونه تیریږي.افغانستان پرهر پرواز ۴۰۰ ډالره مالیه اخلي.