د لاسرسي ځای

“د امن لپاره به له افغانستان سره په ګډه کار کوو “


د پاکستان وزيراعظم وایي، په سيمه کې د امن لپاره به له افغانستان سره په ګډه کار کوي.

په لندن کې وزیر اعظم نواز شریف خبریالانو ته وویل چې پاکستان او افغانستان د ترهګرو پر ضد د ګډې مبارزې ژمنه کړې ځکه چې دواړه هېوادونه ترهګرۍ سخت ځپلي دي.

شريف زیاته کړه چې د پاکستان په خارجه تګلاره کې بنیادي بدلون راوستې دي او د هغې ګټې به ډېرې ژر برسيره شي.

د يوې پوښتنې په ځواب کې وزير اعظم وويل چې د وسله والو پر ضد روان د ضرب عضب په نامه پوخي عمليات له کاميابۍ سره روان دي.

نواز شریف په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي شورا کلنۍ غوندې ته په سفر دې.

XS
SM
MD
LG