د لاسرسي ځای

د خوست یو شمېر ښاریان وايي، چې د بیکارۍ او اقتصادي ستونرو له کبله په ټوله کې د دوی لګښتونه کم شوي او د تېرو کالونو په شان خلک اختر ته ډیرې سوداګانې نه اخلي.

د خوست یو شمېر ښاریان وايي، چې د بیکارۍ او اقتصادي ستونرو له کبله په ټوله کې د دوی لګښتونه کم شوي او د تېرو کالونو په شان خلک اختر ته ډیرې سوداګانې نه اخلي.

بلخوا ځني ښاریان په افغانستان کې د وروستیو ترهګریزو بریدونو د قربانیانو یادونه کوي او له خلکو غواړي، چې د اختر په مناسبت دې، ددې پيښو له کورنیو او ماشومانو سره مرسته او همدردي وکړي.

د اختر په را نږدې کیدو، د نورو سیمو په شان خوست ښار کې هم تر ماښامونو د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره وي، د دوکاندارانو له خوا د خوراک او پوښاک ډېری توکي د ښار په تړل شویو کوڅو کې خرڅانه ته اېښودل شوي او خلک خپل د اړتیا وړ اختریز توکي ورڅخه رانیسي.

ځني ښاریان مشال راډيو سره په خبرو کې د اختر سږنۍ سوداګانې د نورو اخترونو په پرتله له دې کبله کمې ګڼي، چې د دوی په وینا په دې وروستیو کې د هېواد په کچه بیکاري او غریبي ډېره شوې ده.

د الیاس په نوم یو تن ځوان همدا مسله یادوي:

((د نورو اخترونو سره د سږ کال اختر توپیر دادی، چې تر ډېره بیکاري ده، خلک په ستونزو کې دي، خلک وظیفې نه لري، خلک انديښمن دي، ځکه هغه مصارف چې نور کلونه به يې د اخترونو له پاره کول، سږ کال يې نه کوي، ځکه چې د خلکو اقتصادي وضعه تر ډېره ښه نه ده.))

د عبدالروف ډډوال په نوم یو تن ښوونکی وايي، چې خلک د قربانۍ اختر ته ډېر خوشاله دي، په ښار کې ګڼه ګوڼه ده او له رسنیو د اخترونو له پاره ځانګړې خپرونې هم اوري.

د هېوادپال ځواک ټولنیز بنسټ مشر صاحب ګل فرهاد وايي، چې د لوی اختر له پاره ځني مدني بنسټونه د میلو او هنري محفلونو پروګرامونه لري.

مدني فعال ولي مت خان خادم په خپلو خبرو کې د خوست په ګډون په یو شمېر نورو ولایتونو کې وروستیو ترهګریزو پيښو خبره کوي، چې سلګونه افغانان د دې وژونکو پيښو قرباني شول.

دی له عامو خلکو غواړي، چې د وروستیو تروریستي پېښو د قربانیانو له کورنیو او اولادونو سره مرستې وکړي.

د ټولنې د نورو قشرونو په پرتله اخترونو ته ځوانان یا په خوستۍ لهجه ژڼکي ډېر خوشاله وي، د دې ځوانانو له ډلې یو تن وايي، چې اوسمهال ځوانان ساده لباسونه نه خوښوي، بلکې اکثره يې د خپلو جامو له پاره کندهارۍ غاړې جوړوي.

د احسان الله په نوم د خوست یو تن ژڼکی وايي، چې اخترونو ته خلک خوشالیږي، خو هغه خلک به نه وي خوشاله چې په دې کال کې يې د ناامنیو له لاسه خپل خپلوان له لاسه ورکړي دي.

دی هیله څرګندوي، چې راتلونکې اخترونه د سولې، امن او ورورولۍ څخه ډک وي:

((دا نن سبا اخترونو ته خلک ډېر خوشاله دي، خو هغه خلک به نه وي خوشال چې د افغانستان په دې ناامنیو کې يې خپل خپلوان دلاسه ورکړي وي، هیله مې داده، چې په راتلونکې وخت کې په هېواد کې اخترونه د سولې او ارامۍ اخترونه وي.))

د یادونې وړ ده په خوست کې د سږني اختر د امنیت او نمانځنې له پاره ځانګړي تدابیر نیول شوي، د ښار په بیلابیلو سیمو کې سیارې یا ګرځنده امنیتي پوستې جوړې شوي او امنیتي موظفین کوښښ کوي، چې په ځانګړي ډول اختر کې د امنیتي پيښو مخه ونیسي.

ټاکل شوې د اختر په شپو ورځو کې د یو شمېر مدني بنسټونو له خوا ځانګړي تفریحي او هنري پروګرامونه هم ترسره شي.

XS
SM
MD
LG