د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات یوې ماشومې د بشري حقونو جایزه ګټلې


د محمد علي په نوم د بشري حقونونړیوال انعام ګټونکې د سوات سیمې۱۳ کلنهحدیقه بشیر وایي دا غواړي په خپله سیمه کې دکم عمرۍ د ودونو خلاف پوهه پیدا کړي.

په امریکا کې د محمد علي په نوم د بشري حقونو نړیواله جایزه ګټونکې حدیقه بشیر وایي کله چې د دې کورنۍ غوښتل چې دا واده کړي چې له عمر یي دولس کاله وو، نو دې د دغه فیصلې خلاف غږ پورته کړ، او دوی یي پر دې رضا کړل چې دا وړاندې تعلیم حاصلول غواړي. هغه وایي د دې د یوې ملګرې په کم عمرۍ کې د واده وروستو دې داسې فکر وکړ چې باید دا د جینکو په کم عمرۍ د ودونو خلاف غږ پورته کړي.

حدیقه بشیر ته د ستمبر په نولسمهد امریکې په کینټکې ایالت کې دغه ایوارډورکړل شوه. هغه وایي دې په دغه وخت خلکو ته وویل چې د دوی د سیمې ماشومان سکولونو ته تلل غواړي.

دا خپرونه دلته اوریدلای شی.

تاندې هیلې
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:11:13 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

حدیقه ته محمد علي هیومینیټرین جایزهد امریکا د ګلوبل ټاییز نومې ادارې لخوا ورکړل شوه. دغه جایزه چې د باکسر محمد علي په نوم ده، او دغه ادارې په خپله ویب پاڼه لیکلي دي، حدیقه بشیر په هغو شپږو کم عرو کسانو کې راځي چې دغه ایوارډګټي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG