د لاسرسي ځای

"په افغانستان کې سوله د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته امکان لري"


د افغان طالبانو نوي مشر ويلي په افغانستان کې هغه وخت سوله راتلای شي چې ټول بهرني ځواکونه له دې هيواده ووځي.

د افغان طالبانو نوي مشر ويلي په افغانستان کې هغه وخت سوله راتلای شي چې ټول بهرني ځواکونه له دې هيواده ووځي.

ملا اختر محمد منصور ویلي چې افغانستان او نورو هيوادونو تر منځ دې لاسلیک شوي امنيتي او پوځي تړونونه منسوخ کړل شي.

نوموړي دا څرګندونې د سېشنبې پر ورځ په یو بيان کې کړي دي.

د افغانستان د سولې عالي شورا د طالبانو د نوي مشر د پیغام په غبرګون کې ويلي چې دا مهال د طالبانو د دا ډول پلمو وخت پای ته رسېدلی او د دې شورا په باور افغانستان اشغال نه بلکې ازاد دی.

ملا منصور د افغان طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر د مرګ تر خبر وروسته د روان کال په جولای مياشت کې خپل ځان نوی مشر اعلان کړ خو د طالبانو په صفونو کې اوس هم يو شمېر داسې کومندانان شته چې د ملا منصور مشري نه مني.

XS
SM
MD
LG