د لاسرسي ځای

په دې ورستيو کې د پاکستان د مرکزي حکومت يوې ادارې د خيبر پښتونخوا حکومت د کلتوري څانګې په مرسته د صوبې د کالجونو او پوهنتونونو د هغو زده کوونکيو تر مينځ، چې د رباب له غږولو سره علاقه لري، د مقابلو يوه لړۍ پای ته ورسوله.

په دې ورستيو کې د پاکستان د مرکزي حکومت يوې ادارې د خيبر پښتونخوا حکومت د کلتوري څانګې په مرسته د صوبې د کالجونو او پوهنتونونو د هغو زده کوونکيو تر مينځ، چې د رباب له غږولو سره علاقه لري، د مقابلو يوه لړۍ پای ته ورسوله.

د رباب غږولو دغه سيالي، چې د سيپټمبر پر ۱۸ مه د لوک ورثې ادارې لخوا په اسلام اباد کې جوړه شوې وه، د ملاکنډ د تاڼې کلي بلال خان بلال وګټله.

بلال، چې په ملاکنډ پوهنتون کې د ټولنيزو علومو د اخرني کال زده کوونکی دی، د دغې بريا په تر لاسه کولو خپله خوښي له مشال راډيو سره شريکه کړه او هوډ يې ښکاره کړ چې د رباب مسلکي زده کړې به کوي.

((زما لپاره د ډېرې خوشالۍ خبره ده. هغوی راته يو لک روپۍ د انعام په توګه راکړې. تر اوسه پورې ما د رباب باقاعده زدکړې نه دي کړي، خو اوس اراده لرم چې ځانته يو استاد ونيسم. دا هم غواړم چې په ولسي کچ د موسيقۍ د زدکړو پروګرامونو جوړولو له کار سره مرستې وکړم.))

بلال پلان لري چې پر رباب د خپلو نغمو د ويډيوګانو جوړولو او خپرولو تر څنګ د پښتو له نومياليو سندرغاړو سره پر دغه ساز همکاري وکړي.

((غواړم ځانته کمپوزونه جوړ کړم، د رباب خپلو نغمو ته ويډيوګانې تيارې کړم، زموږ هغه سندرغاړي چې د خپلو سندرو لپاره ښه شعرونه انتخابوي او ښه موسيقي ورته جوړوي، غواړم له هغوی سره رباب وغږوم. پلان مې دا دی چې د پوهنتون له زدکړو سره سره د موسيقۍ خپل کارونه هم پر مخ بوځم. د پښتو موسيقۍ ډګر ته د تعليم يافته هنرمندانو ورتګ ته ډېره اړتيا ليدل کيږي.))

لوک ورثه اداره، چې د پښتنو ځوانانو تر مينځ د رباب غږولو سيالي يې جوړه کړې وه، د پاکستان د بېلا بېلو برخو د موسيقۍ او د هنرمندانو يې د مخ ته راوړلو کارونه کوي. له دې ادارې سره د يوې مرستيالې په توګه کارکوونکې، د بشري حقونو فعاله مليحه حسين وايي چې د پښتنو ځوانانو تر مينځ د رباب غږولو د سياليو له جوړولو څخه يې هدف له موسيقۍ سره تړليو چارو ته د کالجونو او پوهنتونونو د زده کوونکو هڅول وو.

((دا زموږ د هېواد حالات چې دومره خراب شوي دي، ځينې خلک دي چې غواړي د خپلې خوښې اسلام په نورو خلکو وتپي. زموږ د کولتور مهمې برخې، چې موسيقي او شاعري دي، ورو په ورو د له مينځه تلو په حالت کې دي.

پر دې سربېره د موسيقۍ زموږ روايتي الات هم بې ارزښته کړل شوي دي. بيا که د خپلو روايتي نڅاګانو خبره وکړو، چې زموږ د ټولنيز ژوند يوه مهمه برخه ګنل کېدلې، هغه هم له خلکو هېرې شوې دي.

د رباب غږولو دغه سيالۍ د کالجونو او پوهنتونو د طالب علمانو تر مينځ د دې لپاره جوړې شوې چې په روانو سختو او نامساعده حالاتو کې هغوی وهڅول شي تر څو خپلو هنري کارونو ته ادامه ورکړي.

او هم په دې ترڅ کې ښايي زموږ کولتور، زموږ موسيقي، زموږ سازونه بېرته زموږ زندګيو ته لار ومومي.))

هم د ملاکنډ د تاڼې کلي پېژندل شوی شاعر او سندرغاړی امجد شهزاد، چې بلال له نيږدې پېژني، د هغه په بريا د خوښۍ څرګندولو تر څنګ له حکومته غواړي چې د موسيقۍ د يو شمېر نورو الاتو، چې د ده په خبره، له پښتني سيمې څخه د ورکېدو په حالت کې دي، د راژوندي کولو غم وخوري.

((دا ډېره لويه خبره ده، د بلال لپاره، د هغه د کورنۍ، ملګرو او همداراز د هغه د استادانو لپاره. بلال بیخي په يو کليوال ماحول کې رباب غږول په خپل مټ سر رده کړي دي. هغه خپل فطري صلاحيتونه په ښه توګه په کار راوستي دي. د لوک ورثې اداره د رباب غږولو د سياليو جوړولو لپاره د ستاينې وړ ده. په پښتونخوا کې غږول کيدونکي يو شمېر سازونه، لکه سرينده او داسې نور، چې هنرمندان يې بيخي کم پاته دي، حکومت باید د دغو سازونو هم د بیا راژوندي کولو چارو ته پام او د زدکړو يې مرکزونه جوړ کړي.))

هنر پوهان په دې اند دي چې که حکومتي ادارې د سيمې له ځوانو هنرمندانو سره د مرستو پروګرامونه پلان او عملي کړي، نو په ترڅ کې به يې نه يوازې پښتو موسيقي وده ومومي، بلکې په ټولنه کې به د سخت دريځو افکارو او کړنو مخه هم ونيول شي.

خپرونه د غږ(ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

XS
SM
MD
LG