د لاسرسي ځای

“د فلج وهلي عبدالباسط اعدام دې ودرول شي”


د بخښنې نړیوال سازمان د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې ده چې له پنجاب سره تعلق لرونکي فلج وهلې قیدي عبدالباسط ته دې د اعدام ودروي او په فوري توګه دې پر ټولومرګ سزاګانو بندیز عملي کړي.

پر عبدالباسط شپږ کاله وړاندې د یو کس د وژنی تور دی. نوموړي ته یو عدالت سږکال د جولای په ۲۹ د مرګ سزا ورکولو لپاره ډیت وارنټ جاري کړی وو. تر د دې وروسته د عبدالباسط وکیلانو د هغه د مرګ سزا پر ضد په عدالت کې درخواستونو جمع کړل خو عدالت عبدالباسط ته د ستمبر په ۲۲مه چې نن ده د مرګ سزا ورکولو حکم ورکړ.

د بخښني نړیوال سازمان لخوا بېګا شپه مشال راډیو ته په رالیږل شوې خبر پاڼه کې د یادې ادارې د پاکستان لپاره یوه څیړونکې سلطانه نون په حواله ویل شوې دي چې ویل چير (wheel chair)استعمالونکي عبدالباسط ته د مرګ سزا ورکولو په طریقونو باندې د غور کولو پر ځای پاکستاني چارواکو ته پکار ده چې عبدالباسط وبخښي.

XS
SM
MD
LG